اسلام یعنې څه؟ دويمه برخه

اسلام د بشر د سلامتیا لپاره، تقریبا ۱۴۰۰ کاله وړاندې هغه خبرې او اعمال بیان کړي، چې نن یې، ساینس یو، یو له ژورې څېړنې وروسته ریښتیا اعلانوي.

ایا هغه محال د خدای له پیغمبر سره، کوم ډیجیټل سیسټم و؟ یا لابراتواري سیسټم یې، درلود؟

ښه نو څنګه هغه دا خبرې کولې؟
چا دا خبرې هغه ته خودلې وې،حال دا چې هغه کومې لوړې زده کړې هم نه وې کړې.
زمونږ ستر رب دا غوښتل،چې انسانیت ته، یو داسې تګلاره وښایي،چې په هغې سره وکولای شي،خپل ژوند سالم تیر کړي،او له تکلیفونو،څخه په امن شي.

پیغمبر د خدای صلی الله علیه وسلم فرمایي تاسو مسواک وکاروئ ،ایا دا به هغه وخت عجیبه نه وه!؟ چې یو وچ لرګی دې خلک خوله کې ووهي! ایا خلکو به دا لیونتوب نه ګڼه؟!
خو ولې نن طبیبان وایي چې مسواک یا هم برس وکاروئ چې تاسو  د خولې له مکروباتو، سرطان یا نورو ناروغیو څخه خلاص شی.

 ایا دا د بشریت لپاره د خیر کار نه وو؟
بل ځای کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي 
چې تاسو دوستي وپالئ
ولې نن طبیبان وایي چې د هغو خلکو په پرتله چې خپلوي نه پالي هغه خلک ډیر ژوند کوي چې خپلوي پالي.

ایا دا هم د انسانیت لپاره ستر خدمت نه دی؟
د خدای د پیغمبر هره خبره ریښتینې،ګټوره،او پاکه وه
هغه صلی الله علیه وسلم هیڅ خبره،له ځان څخه نه کوله بلکې ددې ترشا ددې عظیم مخلوق د خالق د علم راز  پروت دی.

هغه د بشریت لپاره د  بشر په جامه کې/لارښود/معلم/طبیب/مشر/رهبر هرڅه راولېږه ترڅو دوی د دنیا په تیرو کې لار ورکې نشي. 
نو څنګه اسلام ناحق دین کیدلای شي!
اسلام د بشریت لپاره د ادم علیه السلام څخه ان تر قیامت پورې رحمت/نعمت/عزت/طبابت /پرمختګ دی

خو که څوک یې لږ هم په اړه فکر وکړي
اسلام ولې حدونه وټاکل؟

ولې د غله لاس قطع کېږي؟ولې د قاتل سزا قتل ده ؟ولې زناکار سنګسار کېږي، دې او دې ته ورته نورې پوښتنې به ان شاء الله که ژوندی وم په راتلونکې برخه کې  تشریح کړم
الله دې تاسو ته د لوستلو اجر درکړي.
لړۍ درسره وڅارئ
لړۍ روانه ده..