فارسی ژبی اسراییلی ـ انګریزی رسنی د دویم مقاومت او احمد مسعود په خدمت کې!

له هغه ورځی راپدیخوا چې افغانانو د امریکایی اشغال پای ته رسیدل نور په ګوتو شمیرل او تازه د ډاکتر غنی ګډوله او ریشخند جمهوریت نسکور شوی وو. یوشمیر فارسی ژبو تلویزیونی چینلونو په شدت سره هڅه وکړله چې د افغانستان، افغانانو او طالبانو پرخلاف خپل زهرجن تبلغات او پروپاګندونه د امریکایی اشغال او د هغوی د یاغی او افغانستان ماتونکو باغی ډلو څخه په ښکاره او صریح ملاتړ سره په لاره واچوی.
ترهغه ځای چې ما څارلی او په دې اړوند می د ډیری افغانانو څخه اوریدلی د ( افغانستان انترنیشنال ) په نوم یو تلویزیونی چینل چې تردې وړاندی یې یوازی د ایران او د ایران د مذهبی انقلاب خلاف خبرونه، تحلیلونه او بحثونه خپرول، د ډاکتر غنی د حکومت د چپه کېدو له ورځی یې د افغانستان اړوند هم بیل چینل په لاره واچول.

دغي اسراییلی ـ انګریزی فارسی ژبی رسني خپل ټول فعالیتونه د طالبانو تخریبولو، د امریکایی پروژو څخه په ملاتړ، د پنجشیر له محوه شوی کورنۍ باغی ډلګوټی څخه په ملاتړ او په لویه کې د ښځو، همه شموله حکومت او نورو کاذبو عناوینو په نوم د افغانستان، طالبانو او نوی اسلامی نظام د تخریب او سبوتاژ په هدف تنظیم او په منظمه توګه یې د مطرحو نړیوالو سټلایټونو او اړوندو څپو څخه خپروی.

همدارنګه د ( من و تو ) په نوم یو بل فارسی ژبی تلویزیونی چینل چې نږدی ۲ کاله کیږی چې زه یې د ایرانی حکومت په ضد تبلغاتی او رسنیزو فعالیتونو لیدونکی یم، دوی هم د امریکایی تاړاک او زبېښاک د پای له ورځو سره سم، افغانستان د خپل تبلغاتی پروپاګند په تر ټولو شدیدالحنه او توند دریځ کې ورزیات کړې دی.

که څه هم افغانستان د یوې نه بېلدونکی جغرافیی، افغانان د یوه واحد ملت او طالبان د داسي یوه تاریخی، اسلامي او ملي قوت په توګه چې د امریکا او ۴۸ یرغلګرو ملاتړو د نظامی، سیاسی او فکری یرغل په وړاندی لکه د پامیر هسکی، د هندوکش کږلیچی او د امو، اباسیند او هریرود مستي څپي داسی ودریدل، تر اغیزی لاندی یې رانغلل، مات نه شول، مګر مات یې کړل او طالبانو په نره او ډګر کې د نظامي، سیاسي او فکری جګړې ټول سنګرونه په نره او مېړانه تری ونیول، فتحه یې کړل او په نهایت کې یې داسي وځغلول چې د امریکا د ماتی او شرمندګۍ اوازي د نړۍ تر کونج، کونجه ورسیدی، د امریکا سیالانو لکه روسانو، چینایانو، تورکانو او ایرانیانو خو امریکا ته د خپلي ماتی او شررمندګۍ پیغورونه هم ورکړل او حتا پخپله امریکا کې دننه ډیرو مخالفو او موافقو سیاستوالو په ګران افغانستان کې خپلي ماتي او تېښتي ته د تسلیمۍ، شرمندګۍ او مختورنۍ نومونه وکارول.

اوس موږ افغانانو ته ددغي ستری فتحی، ویاړ او عزت په دریځ کې دا لازمه دی چې راځئ دا عزت او نصرت له خپل نوی نظام څخه د ملاتړ او په ټولو سنګرونو کې د کار کولو او فعال اوسیدلو له لارې ولمانځو او ویې پالو.

په همدې موخه او پار داچې امریکا، متحدین او کرایی، راشن خواره بړیڅان یې لا هم د افغانستان له تخریب، ماتولو او ناکراره کولو څخه لاس نه اخلی، نو لازمه دی چې په هر ډګر کې یې د تخریب، ګډوډۍ او شرارت فتنه پاله مرکزونه او عناصر رسواه او بربنډ کړو.


له ایران انترنیشنل تر افغانستان انترنیشناله او من تو پورې:
.
ایران انترنیشنال تلویزیونی چینل په ۱۳۹۶ ز کال کې هغه مهال چې په ایران کې ولسمشریزی ټاکني رواني وی د ولنټ مډیا شرکت په همکاری او د ډی ام ای مډیا اسراییلی ـ بریټانوی شرکت لخواه چې د رسنیو یوه پراخه او مرموزه د همکاریو شبکه رانغاړی رامنځته شو.

ددې تلویزیوني چینل له رامنځته کیدو او ایران ضد فعالیت سره د رسنیزو څارونکو پام ددی شبکی مالی ملاتړ ته کوونکو ته واوښت، چې لا هم مرموز پاتی دی. داسي چې د ګارډینوال اسټریټ جورنال ورځپاڼی په خبره، دا چینل د یوه اسراییلی شرکت له لوری چې د سعودی دربار ته نږدی دی په غیری مستقیمه توګه یې مالی ملاتړ کیږی.

بل لور ته په ایرانی رسنیو کې د ایران د اخوندی رژیم مسوولین هم ددې چینل تر شاه د اسراییلو لاسونه او د سعودی دینارونه ګڼی، داسی چې د ۱۳۹۸ ز کال د ایران دننه ناندریو د بی ساری خبری پوښښ له امله یې د دی مرموز تلویزیوني چینل په کارکوونکو او د دوی په کورنیو وخت نا وخته فشارونه راوړی.

بل لور ته ددې فارسی ژبې رسنی اصلی طراح عادل عبدالکریم یو سعودی وګړی دی چې د بریټانیا تابعیت هم لری. داسی چې دغه کس له سترو رسنیزو مافیاوو سره لکه العربیه شبکی او شرق الاوسط ورځپاڼی سره هم کاری مخېنه لری او تر دی ټولو وړاندی یې له محمد بن سلمان سره هم کار کړي. په همدې حال کې د ولنټ مډیا او ګلوبال مډیا شرکتونو ۲۵۰ میلیون ډالری بودجه هم د سعودی دربار او یو فراساحلی شرکت له خواه چې د کیمن په جزایرو کې میشت دی تامینیږی.

ګارډین پخپل رپوټ کې زیاتوی چې ددغو شرکتونو او اړوندو تبلغاتي چینلونو چې ایران انټرنیشنال او اوس افغانستان انټرنیشنال هم ورزیات شوی مالی اړتیاوی پدغی بودجی سره لږ تر لږه تر ۵ کلونو بسنه کوی.
اکونومیسټ اقتصادی ـ سیاسی ورځپاڼی هم د یادو رسنیزو بنسټونو څښتنان سعودی، اسراییلی او بریټانوی اتباع بللی، داسي چې وال سټریټ جورنال ورځپاڼی بیا د اسراییلو او سعودی ددې رسنیز علاقی ګډه موخه د ایران له سیمه اییز هژمونیکو سیاستونو سره یو ډول سیالۍ بللی.

ګارډین ته یوې ناپیژانده منبعی منلی چې د سعودی شهزاده محمدبن سلمان مخکښ استخباراتی ملګری سعود القحطانی او یو بل کس چې د کمال خاشقجی د برمته کولو او ترور په پیښه کې ملامت وبلل شو او بیا یی استعفاګانې ورکړی ددی شبکو په مالی ملاتړ کې لاس لرل.

د سعودی درباری او اسراییلی لابی پر بنسټ د چلیدونکی دې رسني مالک ولنټ مډیا بریټانوی شرکت کاری موقعیت د لندن په ګڼ میشته ښار کې دی.
من وتو هم یوه ماهواره یی فارسی ژبي چینل دی چې لویه برخه فعالیت یې فارسی ویونکو خلګو ته د ایران د اخوندی رژیم ضد ذهنیت رسول او په لویه کې د عربی ـ اسلامی نړۍ په دریځونو کې د اسراییلو او امریکا له وحشتونو، جنایتونو او فرعونیتونو څخه چې د فلسطین او قدس قضیه چې د اسلامی امت له عقیدې او ارزښتونو سره غوټه دی بی باوره کول او د اسرییلو په ګټه او دفاع د ټولو ژورنالیستکي او خبریالۍ د اصولو خلاف توجیی کول دی.

د بېلګی په توګه که چا هم د حماس او اسراییلو څو میاشتی مخکنۍ جګړه او د اسراییلو وحشی او صهیونیستی بی رحمانه یرغل څارلی وی، نو په فارسی ژبو رسنیو کې د ایران انټرنیشنال ترڅنګ یو له هغه چینلونو چې په وروستۍ بی عدالتي یې د اسراییلو د جنایاتو دفاع او د فلسطینانو د مبارزی او مظلومیت غندنه وکړه د من وتو تلویزونی چینل وو.

ددی چینل اصلی ملاتړی شبکه د مرجان په نوم یوه تلویزیونی شبکه دی چې د کیوان عباسی او مرجان عباسی په نوم کسان یې چارې ترسره کوی، مګر ددې چینل مالی ملاتړی هم مالوم نه دی او په لویه کې د رسنیز پروپاګند څخه یې ښکاری چې د موساد استخباراتی شبکی د رسنیز پروپاګند مخ پټي مدیران یی ملاتړ کوی.

ددغی رسنی له ایرانی تحلیلونو یوه خبره جوتیږی چې دوی د واکمن اخوندی رژیم مخالف دی او تر ډیره یې تمایل پهلوی شاهی رژیم ته دی، ځکه د شاهی رژیم له کردارونو تل ستاینه کوی، د پهلوی حکومت پاتی شونو ته رسنیز انعکاس ورکوی او د ایرانیستی فارسیستی اسلام ضد فرهنګ څخه ملاتړ او بیا دودولو ته یی کمپاین کوی.

دغه رسنۍ هم د افغانستان انترنیشنال چینل په ډول د امریکایی اشغال له پای او د هغوی د لاسپوڅی حکومت له نسکوریدو سره جوخت د افغانستان تحولاتو ته پراخ انعکاس ورکړی، د پنجشیر د افتراق او د واحد افغانستان له وجود څخه د انکار او تجزیی اشغال پاله ډلګوټی یې ستایلی، د طالبانو او اسلامی نظام خلاف یې تونده، د خبریالۍ د ناپیلو اصولو خلاف ژبه کارولی او حتا په ډیرو ځایونو کې خو یې طالب او افغانستان ضد دې اتنیکی ټلوالي ته د ذهنیت جوړولو او ملاتړ د جذ بربنډب هڅه هم کړې دی.


د فارسی ژبو اسراییلی ـ بریټانوی رسنیو دا ډول بی شرمانه او رسواه ملاتړ د پنجشیر له اتنیکی او د قومی، صمتی اجنډاګانو له ملاتړو څیرو او جریان څخه، چې د قومندان مسعود زوی احمد مسعود یې بیلګه دی، ښیې چې افغانستان لا هم د یوه ښکاره بهرنی او د څو قدرتونو له ګډ، مخامخ او بربنډ تبلغاتی یرغل سره مخ او لاس او ګریوان دی.


بل لور ته افغان ملت ته ددې یوه لویه هیله مندی رامنځته کوی چې اشغال او شریک عناصر یی د ماتی، مختورنۍ او رسوایی د پای په داسی دریځ ولاړ دی چې نور غواړی له خپلو وروستیو ګذارونو څخه هم استفاده وکړی، نو ځکه هم په هېڅ ډګر او دریځ کې د فساد، فتنې او شرارت له ترسره کولو څخه ولو که ډیر کم او خورا بی شرمانه او احمقانه هم وی دریغ نه کوی.

په همدې بنسټ دا پر موږ ټولو لازمه او د خپل ولس او هېواد ملی ـ تاریخی قرض او اسلامی فرض دی چې د اشغال، عواملو او د تخریب د ټولو وسایلو پر خلاف یې په نره او میدان ودریږو او په جاررر یې په ضد مبارزه وکړو.