لس هغه ميوې چې د ميکروبونو او ناروغیو پر وړاندې د پوستکي معافيتي او دفاعي سېسټم غښتلی کوی

چاپيريال کې په ګڼ شمېر داسې ميکروبونه او ناروغۍ شتون لري چې پر پوستکي بريد کوي او د بېلابېلو جلدي ناروغیو سبب کيږي. د پوستکي ناروغۍ له درد او تکلیف وراېخوا د انسان د ښکلا او ظاهري څېرې د خرابېدو سبب کيږي او همدا ډول د پوستکي ډیرۍ ناروغۍ په چټکۍ سره ساري دي، چې نور کسان ژر پرې ککړيږي. 

 
په دې پار چې تر يوه بريده د پوستکي يا جلدي ناروغیو په آمان وی، نو اړینه ده چې د پوستکي معافيتي يا دفاعي سېسټم غښتلی کړئ. دې لېکنه کې لس هغه ميوې درته په ګوته کيږي چې د جلدي ناروغیو مخنیوی کوي. 

 
۱- مالټې او نارنج: دغه ميوې د ويټامين سي لرونکې دي او همدا ډول په زياتې اندازې اوبه لري. د مالټې او نارنج خوړل پوستکی له وچېدو ساتي. 

 
۲- پاپايا Papaya: دغه ميوه ويټامين اې، بي او سي لري. پاپايا پوستکی نرم او لوند ساتي. 

 
۳- ليمو: پر پوستکي د داغونو او لکو د ختمیدو لپاره ليمو ګټور دی. لیمو د ځوانکو يا د ځوانۍ دانې له منځه وړي. د لیمو خوړل او يا هم پر پوستکي وهل، د انسان پوستکی ځوان ساتي. 

 
۴- هندواڼه: ميکروبونه او ناروغۍ ډېرې ځلې پر هغې پوستکي ژر بريالۍ کيږي چې پوستکی وچ وي. هندواڼه ۹۲ سلنه اوبه لري. هغوی چې ډېره هندواڼه خوري نو پوستکي به يي لوند او دفاعي سېسټم به يې غښتلی وي. 

 
۵- بادرنګ: د بادرنګ پوټکی سي او کې ویټامین لري. بادرنګ د انسان پوستکی سپينوي او د مخ ګونځې له منځه وړي. 

 
۶- اناناس: دغه ميوه د نورو منرالونو ترڅنګ په اې، سي او کې ويټامينونو غني ده. اناناس دا مرسته کوي چې د پوستکي د ټپي شوې برخو د ژر جوړېدو او په ځانګړي ډول د بيا پوست اچولو برخه کې ګټور تمام شي. 

 
۷- ام: ام هم د اناناس په ډول پوستکي ته دا ګټه لري چې خنډ او ژوبل شوې برخې ژر سره ونښليږي او ټپونه سره ژر خوله ورکړي. 

 
۸- مڼه: مڼه د antioxidants په نوم ماده، اې او سي ويټامينونه لري چې د ميکروبونو د دننه کېدو پر وړاندې مقاومت کوي.

 
۹- کيله: دغه ميوه له څلور ډوله ویټامینونو؛ اې، کې سي او ايي څخه بډايه ده. کيله چاپيريال کې شته ميکروبونه وژني او پوستکی ترې ساتي. 

 
۱۰- کيوي: دغه ميوه په لويه ټول پوستکی او په ځانګړي ډول د مخ پوستکی له ګونځې کیدو ساتي.