د خېټې د کوچنۍ کولو لپاره څلور جادویي تګلارې

     هر څومره چې ډنګر واوسئ یا سترې مټې ولرئ او یا هم غړي مو پیاوړي وي، د یوې شلمې او ځوړندې خېټې لرل، د مناسب اندام د لرلو له پاره ستاسو ټولې هڅې له ناکامۍ سره مخامخ کوي.   په دې مطلب کې تاسو له هغو څلور تګلارو سره آشنا کوو، کومې چې د یوې ښې او کوچنۍ خېټې په لرلو کې له تاسو سره مرسته کوي.

 ۱ ـــ د خېټې د کوچنۍ کولو له پاره یو مناسب حرکت په پام کې ونیسئ او هغه د یوې ټاکلې مودې له پاره وڅارئ . د خېټې مناسب حرکتونه یوازې هغه مهال اغېزمن دي، چې تل ترسره شي . د بېلګې په توګه : د اوږد ناستي حرکت، بایسکل ځغلونه یا سویډني لامبو یاد حرکتونه او ورزشونه د خېټې د کوچنۍ کولو له پاره مناسب دي . په یاد ولرئ، کله چې تاسو د حرکتونو د ترسره کېدو په حال کې یاستئ، هېڅ نه پېښېږي، یوازې هغه مهال ستاسو د خېټې غړي کوچني کېدل پیلوي، چې تاسو استراحت شروع کړئ، نو که چېرې چمتو یاستئ، په ورزشي حرکتونو سره خپله خېټه کوچنۍ کړئ . هره ورځ یا یوه ورځ وروسته خپل تمرینونه ترسره کړئ.

 ۲ ـــ اوږد ناستی یو ګړندی حرکت ووینئ، نه استقامتي، البته داسې یو څه به ستاسو د کار په پیل کې ډېر سخت وي، خو باید تر ډېره هڅه مو پر دې باندې وي، چې د اوږد ناستي پرمهال د چټکتیا کچه لوړه کړئ . په اوږ ناستي کې پڅوالی، نه یوازې ستاسو د خېټې له کلکوالي سره مرسته نه کوي، بلکې ملا ته مو زیان رسوي.

 ۳ ـــ که چېرې ستاسو تمرینونه، ستاسو د بدن له پاره، په یوې بشپړې ټولګې کې شامل وي، نو هڅه وکړئ، چې د خېټې اړوند حرکتونه په وروستیو کې ترسره کړئ . ستاسو خېټه هغه مهال ډېره زیاته کوچنۍ کېږي او ستاسو تمرینونه هغه وخت اغېزمن تمامېدای شي، چې بدن مو په بشپړه توګه تود او چمتو وي، نو تر ټولو غوره وخت وروستی تمرین دی.

 ۴ ـــ د خېټې د حرکتونو له پاره، تر ټولو کم ارزښته تمرین هغه مهال دی، که چېرې تاسو خپل حرکتونه په سمه توګه ترسره نه کړئ . باید پنځه دقیقې وخت ونیسي، که چېرې له پنځو دقیقو څخه مو زیات حرکت ترسره کړ او د ستړیا احساس مو ونه کړ او دغه راز په خېټه باندې مو فشار را منځته نه شو، نو پوه شئ، چې د خپل حرکت په ترسره کېدو کې مو تېروتنه کړې ده.