د Hepatitis ويروس پر بنسټ ویروسي زيړی پر لاندې پنځو دولونو وېشل شوی دی:
۱- Hepatitis A: د زيړي دغه ډول د Hepatitis اې ويروس له امله رامنځ ته کيږي او لنډ نوم يې HAV دی، چې د hepatitis A virus مانا ورکوي. هغه کس چې د زيړي ناروغۍ په دې ډول اخته وي د خوراک او څښاک له لوښو يې جوړ کس هم په دې ويروس اخته کيږي.
۲- Hepatitis B: د زيړي ويروس دا ډول د ناروغ کس د فاضله موادو او نورو برخو څخه روغ کس ته ځي. که چېرې يو کس Hepatitis B ولري او يو بل روغ کس د ناروغ کس د فرج مايعاتو، مني، وينې او يا هم لاړو باندې ککړ شي نو ويروس يې وجود ته دننه کيږي. جنسي اړيکې پر مهال د دغه ويروس د لېږد شونتيا ډېره وي او همدا ډول په سلمانيو کې که چېرې د وېښتانو پترۍ يا پکي په ضد عفوني درملو ونه مېنځل شي نو دغه ويروس انتقاليږي. اوس مهال نړۍ ګې ۳۵۰ مېليونه کسان د زيړي په دې ډول ککړ دي.
۳- Hepatitis C: سي ويروس بيا د بي ويروس په ډول د جنسي اړيکو او فاضله مواد سره د اړيکې وروسته د روغ کس د وينې جريان ته لار پيدا کوي او وروسته بيا ځيګر تر بريد لاندې نيسي.
۴- Hepatitis D: دا بڼه يې کمه عامه ده. هغه وخت يو روغ کس پرې اخته کیږي چې د ناروغ کس وينه يې وجود ته لار پيدا کړي. له يوې پيچکارۍ ګټه اخېستل دې ويروس ته لار پرانېزي ترڅو روغ کس ککړ کړي. Hepatitis D په يوازې ځان فعاليت نه شي کولی؛ دی هغه وخت ځيګير تخريبوي چې له وړاندې بي (B) ويروس شتون ولري.
۵- Hepatitis E: د زيړي ويروس دغه ویروس پرمختللو هېوادونو کې کم دی او لامل يې دا دی چې هلته د څښاک لپاره پاکې اوبه شتون لري.
Hepatitis E د چټلو اوبو له لارې د روغ کس وجود ته ځي. هندوستان، منځني ختيځ، مرکزي امريکا او افريقايي هېوادونو کې چې د څښاک پاکې اوبه نشته ډېر کسان په دې ويروس اخته کيږي.
وروستي