ولسمشر غني نن د کابینې په ناسته کې: خوستیانو راته وويل چې امنيت موږ خپله ساتو؛ پرمختيايي پروژې راته راوړئ 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د کابينې ناسته کې ويلي چې که څه هم احتمالي خطرونه به شتون ولري خو اړينه ده چې ولايتونو ته سفرونه تر سره کړي. نوموړي د کابینې له غړو غوښتي چې ولايتونو ته د نه تګ مشورې دې نه ورکوي. افغان ولسمشر ويلي دي چې ولایتونو ته يو سفر له يوې مياشتې کار سره مساوي دی؛ ښه او بد واقعيتونه له نېږدې څارل او کتل کيږي. 

نوموړي خوست ولايت ته د خپل وروستي سفر په اړه ويلي دي چې هلته شته قومونه سره يووالی لري؛ يو غږ او موټی دي. نوموړي ويلي دي چې خوست کې يې د سفر پرمهال خواږه او ښه خبرونه واوریدل. د ولسمشر غني په وینا چې خوست ولايت کې د طالبانو د سرې قطعې ۱۷۰۰ غړي شتون لري خو تر اوسه يې يوه پوسته هم سقوط شوې نه ده. غني ويلي چې خوست کې يوه دوه پوستې يو شپږ ساعته سقوط شوې چې بېرته ژر ونېول شوې. 

افغان ولسمشر ويلي دي چې د خوست د بريا راز په دې کې دی چې هلته ټول قومونه - ولسونو، هم ټولې قواوې او ملکي اداره په يوې لېکې او يواالي کې دي‌ او هلته مرال ډېر لوړ او اوچت دی. 

ولسمشر غني کابينې ته ويلي دي چې د خوستیانو پیغام کابينې ته دا وو چې امینت موږ نيسو؛ تاسې يې څه کوئ؛ په څرګنده يې غوښته دا ده چې پرمختګ او پراختيا راوړئ. 

ولسمشر غني د خوست هوايي ډګر په اړه ويلي دي چې لس میلیونه امریکایې ډالر لګښت پرې شوی او په داسې حال کې چې د بلخ هوايي ډګر لګښت ۶۵ ميليونه يورو او د کابل نړيوال هوايي ډګر د دويم ترمېنل لګښت ۲۵ ميليونه ډالر شو. 

ولسمشر محمد اشرف غني د خوست ولايت د پرتلنې په اړه ويلي دي چې وزيرستان او خوست سره وګورئ؛ د پاکستان حکومت په دې هر څه سره د وزيرستان لپاره څه کړي دي. غني ويلي چې پخوا به د افغانستان جلغوزه قاچاق کېدله خو اوس د وزيرستان جلغوزه د افغانستان له لارې نرۍ صادريږي.