اسلام او ډله ييز ارتباطي وسايل

څرنګه چې ټولنيزډله ييز ارتباطي وسايل چې ورځپاڼې اوه نيزې مياشتنۍ خپرونې،  جريدې،  مجلې،  راډيوګانې،  تلويزيونونه ،  نور سمعي اوبصري وسيلې د كلتور د پراخ مفهوم تر سيوري لاندې  راځي او مهم توكي يې ګڼل كېږي،  او په اوسني وخت كې د انساني ټولنې مهمه برخه اود بشر په لاندې كولوكې لوى لاس لري،  نو ومو غوښتل چې په لنډه توګه ددې وسايلو د ارزښت اوپه اسلام كې د ډله ييزو وسايلو د حيثيت اوحكم په اړه ليكنه وكړو.

په نړۍ كې د بشر له پرمختګ اوساينس او ټكنالوژۍ د دايرې له پراخوالي سره ډول ډول نوي ايجادات او اختراعات وشول،  دژوند دهوسايۍ اوارامۍ لپاره ډېر كار وشو،  ډېر شيان وموندل شول،  دنن ورځ د بشر ژوند له هغه پخواني څخه ډېر پرمختللى دى،  دژوند بڼه اوشرائط يې ډېر توپير لري،  هغه كارونه اوستونزې چې پخوابه په يوكال كې هم نه حلېدلې اوس په څو دقيقوكې حلېږي،  هغه اړيكې  چې پخوابه په يوكال كې نه نيول كېدې اوس په څوثانيوكې نيول كېږي،  هغه واټن چې پخوابه په يو كال كې نه وهل كېده اوس په څودقيقوكې وهل كېږي،  ساينسي علوم اوقران مجيد دواړه پردې ګواه دي چې دا پرمختګونه به لادوام لري،  (ويخلق ما لاتعلمون) يانې:  او پيداكوي هغه څه چې تاسې ورباندې خبرنه يئ. (۱)همداراز فرمايي:  ((وان من شىءالا...  ) )يانې:   له موږسره  دهرشي خزانې دي خوموږ له هغې څخه (ديوځانګړي حكمت له مخې) يو ټاكلې اندازه نازلوو(۲)دلته ددې خبرې روښآنول هم په كاردي چې دا اكثره شيان چې جوړ شوي اويا جوړېږي دا په خپل ذات كې بد نه دي،  ځكه چې ددې شيانو استعمال د انسان په واك كې دى،  كه انسان و غواړي چې په ښه اوګټوره لار كې يې استعمال كړي نو هم استعمالولاى يې شي اوكه په بده لار كې يې استعمال كړي نو هم استعمالولاى يې شي،  چې دبېلګې په ډول ترې لوړ غږي (لاوډسپيكر)،  ټيليفون ،  راډيو، ټيپ ريكارډر،  انټرنيټ،   تلويزيون،   سينما، موټر،  نور ډول ډول ماشينونه يادولاى شو چې داشيان په ښه لار كې هم په كار وړل كېږي اوپه ناوړه اوبې ګټو چارو كې هم ترې كار اخيستل كيږي نو داد انسان په واك او اختيار پورې اړه لري،  چې  كه په ښه لار كې يې ولګول  نو په دنيا كې يې هم ترې ګټه واخسته اوپه  اخرت كې به يې هم اجر وركړل شي او كه په بده لار اود ګناه په چاروكې يې استعمال كړي نوبيا خپله جنس يا كاريدونكى شى بد اوناوړه نه،   بلكې استعمالوونكى به يې په دنيا كې هم تاواني اوزيانمن وي او په اخرت كې هم.  نو په كارده چې هر نوي شي ته د پورتني فورمول يا اصل له مخې وګورو، دا هم جوته خبره ده چې ځينې كشف شوي او موندل شوي شيان له اره بې ګټې او د ګناه وسايل وي چې په ښه لار كې له سره نه استعمالېږي نو په كارده چې مخنيوى يې وشي او كولاى شو چې داشيان د حرامو او ناوړو اختراعاتو او موندنو په كتار كې وشمېرو.

په هغوشيانوكې چې په روااوناروا دواړو لارواوپه ښو اوبدو دواړو مواردوكې استعمالېږي سمعي اوبصري مطبوعاتي او ډله ييز وسايل هم شامل دي،  چې كه انسان وغواړي نوانسانيت ته د خدمت په لاركې هم تر ې كار اخيستلاى شي،  او دانسانيت پرضد يې هم استعمالولاى شي،  د امر بالمعروف او نهى  عن المنكر ډېره ښه او اغيزناكه وسيله هم ترې جوړولاى شي،  اود اسلام پر ضد يې هم استعمالولاى شي،  داسلام خپرولو لپاره ګټوره وسيله هم ده او دحياسوځولو،  بد اخلاقۍ،  د ځوانانودبې لاره كولو ښه اواغيزناكه لارهم،  دژبې،  قوم،  ملي فرهنګ اوملي نواميسو دساتنې،  ژغورنې اوپرمختګ ضامن هم دى اودپردي فرهنګ ديرغل،  دبې حيايۍ او بد اخلاقۍ او دپرديو دكلتور او زرق اوبرق د توريدلارهم.  

نو دا پخپله  انسان پورې اړه لري چې له دې وسايطو او امكاناتو څخه په كومه لار كې كار اخلي.

دمېډيا (ډله ييز و وسايلو) په اړه داسلام دريځ
اسلام يو بشپړ او هر اړخيز دين دى،  خپلولارويانو ته يوله بل سره په همدردۍ غمشريكۍ،  د ورورۍ دلاس وركولو، داړاو محتاج دستونزوپه حلولو امر كوي، داكار هغه وخت كېدونكى دى چې  ټول مسلمانان يو دبل له حال او احوال څخه خبر وي،  ځكه چې كه څوك د يوناروغ له ناروغتيا او ديو محتاج له احتياج څخه خبر نه وي نو پوښتنه به يې څنګه وكړي او دمحتاج داحتياج په لرې كولو كې به څه مرسته وكړي؟  همدا راز د اسلامي ټولنې په اړه داسلام د نړۍ ليد تصور دادى چې ټول مسلمانان كه په هر ځاى كې وي او دهررنګ او ژبې خاوند وي ورونه دي،  دردونه يې يودي،  ديو دېوال حيثيت لري،  يو بدن دي،   رسول الله فرمايي:  (مثل المؤمنين فى توادهم و تعاطفهم وتراحهم. .  )
 
يعنې په دوستۍ،   عاطفه او ترحم كې  د مؤمنانو مثال دا دى لكه يو بدن چې كله يې غړي په درد شي (شكايت وكړي) نوټول بدن ورسره بې خوبه اونا ارامه وي (تبه يې وي) (۳اسلام مسلمانانو ته د همدې موخې لپاره امر كړى دى،  چې يو دبل له درداو غم څخه خبر شي يو خبره ده چې كه هغه شخصي دردونه وي اوكه عام او ټولنيزدردونه.  په ځينوټولنيزو عباداتوكې لكه په جماعت سره لمونځ،   د جمعې اواخترونو په لمونځونو،  په حج كې د مسلمانانوله راغونډېدواود نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دراغليو مسلمانانوله ليدلو څخه هم همدا غرض دى چې مسلمانان يودبل له احوال څخه خبر شي،  او اخبارونه،  راډيوګانې اونور ډله ييزسمعي اوبصري وسايل ددې هدف لپاره ښې اغېزناكې او مترقي وسيلې دي، درسول الله (ص)په مبارك عصركې هم دخبرونو دراټولولواود يو بل له حالت څه دخبرېدلودود و،  رسول الله (ص)به صحابه ووته امر كاوه چې له پېښواوخبرونوڅخه يې باخبره وساتي، ان   چې  هڅه يې كوله ددښمن له خبرونواوددښمن تر كنټرول لاندې سيمو له  حالاتو څخه ځا ن خبر كړي،  امام ترمذي له حضرت امام حسن رضي الله عنه څخه يواوږد حديث روايت كړى دى چې په يوه برخه كې يې فرمايي ((. . . اوبيا ما له حضرت هندابن ابي هاله څخه درسول الله (ص)دننوتلو د څرنګوالي په هكله وپوښتل هغه (رض)راته وويل...   . . . په هغوى به بوخت وواو هغوى به يې هم په هغه څه بوخت كړل چې ددوى او ټول امت اړتيا به وه او په هغه څه به يې خبرول چې خبرول به يې پرې مناسب وو (له هغوى سره به مناسب و)  او ورته به يې ويل چې حاضر كس دې دا خبر غايبو ته ورسوي،  او د هغه چااړتياوې راته راورسوئ (پرې خبر مې كړئ) چې هغوى يې رارسولاى نه شي،  ځكه چې كه چا خليفه ته د داسې چا اړتياورورسوله چې هغه يې په خپله   وررسولاى نشي نوالله (ج)به يې دقيامت پر ورځ قدمونه مضبوط اوټينګ كړي. . . .

بيامې ترې د رسول الله (ص)دوتلو د څرنګوالي په اړه وپوښتل چې څه به يې په كې كول،  هغه وويل چې رسول الله (ص)داسې وو چې له ضروري او ګټورې خبرې پرته به يې   خپله ژبه ساتله،  له صحابه ووسره به يې مينه اومحبت  كا وه،  د نفرت وخت به يې نه وركاوه، د هر قوم دعزتمن اوبارسوخه شخص درناوى به يې كاوه اوله خپلې خوانه به يې هم پرې امير اومشر ټاكه،  خلك به يې د خداى (ج)له عذاب څه وېرول،  ځان به يې ترې ساته خو پرته له دې چې چاته تندى تروش كړي اويا خپل نېك اخلاق ترې  وسپموي او دخپلو صحابه وو خبر به يې اخيست  او له خلكو څخه به يې د هغو پېښو پوښتنه كوله چې په خلكو كې به وې،  او دښو پېښو ستاينه او د ناوړو پېښو غندنه به يې كوله. ) ) (۴)
حضرت انس (رض)به چې كله خپل كوم ورور (صحابي) درې ورځې ونه ليد نوله خلكوڅخه به يې د هغه پوښتنه كوله نو كه هغه به په سفركې ونو دعابه يې ورته كوله اوكه پرځاى به ونو خواته به يې ورته اوكه ناروغ به ونو پوښتنې ته به يې ورغى (۵)

دلته دا روښانتيا هم په كارده چې له  پېښو،  خبرونو اونورونويو خبرونوڅه د خلكو د خبرولو مينه او له خبرونوڅخه د ځان د خبرولو تلوسه او شوق ډېره لرغونې سابقه لري اوداسلام په صدر كې له خلكو سره له دې شوق څخه مو قران عظيم الشان هم خبروي.  

(و اذاجاء هم امر من الامن. . .)
يانې:  دوى چې كله دډاډ يا وېرې خبر واوري نو هغه خپروي(۶)
همداراز كه د اخبارونو او نوروډله ييزو وسايلو سايكالوژيكي يا اروايي حالت ته سړى وګوري نوداسې  استنباط كولاى شي چې له دې شيانو سره مينه فطري او داكار يو طبيعي اړتياده،  ځكه چې انسان فطرتاًشهرت غوښتونكى دى اوتل په دې هڅه كې دى چې ځان له ملامتۍ څخه وباسي او پړه پرنورو واچوي.  
په هر حال، پورتني دواړه احاديث ددې څرګندوى دي چې رسول الله (ص)به په خپله د خبرونوپلټنه كوله،  له پېښو څخه به يې ځان خبرساته او داكار نن سبا د ډله ييزو وسايطو په واسطه تر سره كېږي.  >

علامه مفتي محمد شفيع (رح)د پورتنيو احاديثوپه شرح كې وايي،  چې سمعي اوبصري خپرونې،  اخبارونه،  جريدې اونورې ډله ييزي ارتباطي وسيلې دسنت تفقد (د احوال اخيستلو د سنتو)په كتار كې شمېرل كېږي،  او دانبوي سنت دي چې باخبره خلك دخلكو ستونزې،  ملي ربړې،  شكايتونه او دولس غږ واكمنو ته ورسوي،  ، خلك كولاى شي چې دمطبوعاتو په وسيله حكومت د مظلوم له آه او دظالم له ظلم څخه خبر كړي،  اخبارونه،  د تبليغ او دعوت ښې اغېزناكې  وسيلې هم دي (۷)

اسلام ولس ته داحق وركړى ده چې واكمن خپلو نيمګړتياوو ته متوجه كړي،  سالمه اوسمه اصلاحي نيوكه پرې وكړي،  چې راشده خلفاوود ولس دې حق ته  دتمثيل جامه اغوستې او په ډك مسجد كې پرې نيوكې شوې دي،  او اخبارونو او نوروسمعي او بصري وسيلو په واسطه داكار ډېر ښه عملي كېدى شي.
 په دې كې شك نشته چې ليكوالي اواخبار چلول چې د اسلام د روح او د شريعت له عام مفهوم سره سم تر سره شي،  ډېره سپېڅلې دنده ده.  
الله (ج)مسلمانانوته امركوي چې د كفارو ځواب وركړي،  د هغوى مقابلې ته په هراړخيزه ډول ځان چمتو كړي،  (واعدولهم  ماستطعتم)
يانې:  دهغوى مقابلې لپاره موچې څومره وس وي ځان چمتو كړئ (۸)
اوددښمن دمقابلې لپاره يو خو يوازې توره او ټوپك بس نه دي،  بلكې له نظامي،  سياسي،  كلتوري او پوهنيز پلوه ځان چمتو كول هم غواړي اوددې اهدافو دلاسته راوړلوترټولومؤثرې وسيلې خپرونې دي.
په نېكو امر كول او له بديو څخه منع (امر بالمعروف او نهى عن المنكر)  د اسلام يو بنسټيز ركن او په مسلمانانو فرض دى او لوى ثواب هم لوري،  په دې اړه ډېر ايتونه او احاديث راغلي دي او په دې كار ډېر تاكيد كوي ان تردې چې  الله (ج) امر بالمعروف او نهى عن المنكر د اسلامي حكومت اساسي دنده بولي فرمايي:   " الذين ان مكنهم فى الارض...   ) )
يانې:  " هغه كسان چې كه موږ دوي ته په ځمكه كې واكمني وركړو،   نو لمونځ دروي او زكوة وركوي او په ښو چارو به امر كوي او له بديوو څخه به منع كوي.
رسول الله (ص) فرمايي:  " من دل على خير فله مثل اجر فاعله…"
يانې:  " څوك چې د كوم نېك كار ښوونه كوي نو ده ته د هغه كار د كوونكي په څېراجر دى".
" من راى منكم منكرا فليغيره بيده فان لم يستطع فبلسانه…"
يانې:  " په تاسو كې چې څوك كو ناوړه كار وګوري نو هغه دى په لاس منع كړى كه وس يې نه رسېده نو په ژبه دې يې منع كړي…" (۱۱)
" من سن سنة حسنة عمل بها بعده كان له اجره و اجر من اتبعه...   . .) )
يانې:   چاچې د يوې ښې اونېكې لارې بنسټ كېښود اوبيا يې پرې عمل وكړده ته يې اجردى اواجر د هغه چاچې دده پر ګام ګام ږدي چې د هغه له اجره به ورته هيڅ څه نه كموي...   . . (۱۲)
نولكه چې وړاندې مووويل سمعي اوبصري (اورېدونكي اوليدونكي) ډله ييز وسايل د امر باالمعروف ډېره ښه ګټوره او اغيزناكه لاره ده په دې ډول كولاى شو چې هغه چاته هم خپل دعوت او خپل غږ ورواورووچې زموږ ورتلل ورته اسانه نه وي،  د بېلګې په ډول له بده مرغه چې نن سبا ډېر كم خلك مسجد ته راځي نوكه يوازې په مسجد اوهديره كې وعظ او تبليغ بسنه وكړو،  نو چندان ګټه به ونه لري، خو كه په راډيو،  تلويزيون اخبار يا بله ليدونكې وسيله كې خپله وينا خپره كړو، نوټول خلك،  لويان،  كوچنيان،  ښځې اونارينه يې له يوې مخې اورېدلى اويا لوستلاى شي،  موږ په دې وسيله كوروته هم خپل پيغام رسولاى شو،  دوكان،  سراى،  دفتر اونوروته هم،  ښځوته هم  او نارينه ووته هم،  لوستو (باسوادو)ته اوهم نالوستوته هم،  په ورځ كې يې هم  وررسولاى شو او په شپه كې،  په حضركې يې هم وررسولاى شو او سفركې هم او هغوى يې هم ښه په شوق ويني،  يالولي،  نو په لنډه توګه ويلاى شو چې خپرونې ددين خپرونو اوامرباالمعروف او نهې عن المنكر او خلكو ته ددين د ښوولواو رسولو ډېره اسانه اوګټوره لاره ده،  چلوونكي ته يې هم چې دخداى (ج) رضا يې هدف وي،  په  كې ډېر اجرونه شته،  يانې موږ كولاى شو چې ديو اخبار  اومجلې چلوونكى او د يوې راډيواو تلويزيون  مدير ته چې دخداى (ج)ددين لپاره كار وكړي د مجاهد خطاب هم وكړو،  دمبلغ،  دامر باالمعروف ديو تكړه سپاهي خطاب هم او ددين رسوونكي هم.   د اسلامي زده كړود خپروونكي په نوم يې هم يادولاى شو او دټولنيز خير غوښتونكي وياړ هم لري،  دا هغه سنګر دى چې فاتح يې تل سوبمن وي او ماتې نه مني،  داسلامي تعليماتو له مخې سړى ويلاى شي چې په مطبوعاتي ډګركې ګډون او داسلام دخپرولو او نورو اسلامي موخو لپاره له دې امكاناتو څخه ګټه اخيستل واجب دي،  ځكه چې داد اصول فقهي قاعده ده چې دهغه څه زده كړه يا كول پر انسان واجب دي چې  واجبوته له هغې پرته  ور رسېدلاى  نه شي او داخو ښكاره خبره ده چې ډله ييز  خبري وسايل د ډېروواجباتود تر سره كولو مهمه او اغېزناكه لاره ده.  
نن سبا اخبار او نورو  خپرونو د نړۍ رګ رګ نيولى او د ژوند دستنې لويه برخه جوړوي،  نوكه څوك وغواړي خپل مذهب،  كلتور اوټولنې ته خدمت وكړي نو له دې لارې څخه بله ګټوره او اغيزناكه لارمونداى نشي.  
بايد دې خبرې او دې حقيقت ته هم پاملرنه وشي چې نن سبا د خلكو تر منځ د بې اعتمادۍ او بې باورۍ فضاډېره توده او ديوې پېښې او خبرپه تش اورېدلو بسنه نه كوي،  هرڅه په خپلو سترګو ليدل غواړي،  ، دسترګو ليدل په يوخبرباندې د انسان دباور اواعتماد په اغيزكې مهم رول لري،  نن سبا شرايط اوحالات همداسې عيارشوي دي د ساينس او ټكنالوژۍ د پرمختللې حاكمې فضاغوښتنه هم داده.  

دباورلپاره په خپلوستر ګوديوې پېښې ليدل له علم اليقين څخه انسان د عين اليقين پړاوته اړوي اودا په قران ثابته خبره ده  چې ليدل له اورېدلوڅخه ډېر اغيزلري او له باور سره مرسته كوي.  

د بېلګې په توګه د حضرت ابراهيم (ع)هغې غوښتنې ته پام وكړئ چې له الله (ج)څخه يې كوي، (رب ارنى كيف تحى الموتى)
يانې:    اى زما پالونكيه !ماته راوښيه چې ته مړي په څه شان ژوندى كوې.  ) )الله (ج)ورته وفرمايل: ((اولم تؤمن)  يعنې:   ((اياستا پردې خبره باورنشته؟)) حضرت ابراهيم (ع)ورته وويل:  ((بلى ولكن ليطمئن قلبى) )يعنې:   ((هوولې نه خو زه دزړه ډاډ(دسترګوليدل) غواړم،  (۱۳)
همدا راز قران موږ ته كيسه كوي چې حضرت موسى (ع) هم له الله (ج) څخه غوښتنه وكړه چې هغه ته په سترګوځان وروښيي،  (رب ارنى انظر اليك)  اى زما ربه،  ماته (دسرپه سترګو)ځان راوښيه چې درته وګورم)) (۱۴)
بني اسرائيلو هم په الله (ج)باندې دايمان او دحضرت موسى (ع)پرخبره د باور لپاره پخپلو سترګو د الله (ج)ليدل شرط ګرځولي و:  ((لن نؤمن لك حتى نرى الله جهرة)موږ به ستا بر خبره تر هغه پورې باور ونه كړو چې په خپلو سترګو په څرګند ډول خداى ونه وينو (۱۵)
فارسي متل دى چى (شنيده كى بود مانند ديده)
د پورتنيو رواښانتيا وو تر څنګ ددې موضوع روښانتيا ډېره ضروري ده،  چې مطبوعات بايد دچاپه واك كې وي،  ليكوال څه ډول ليكنه وكړي؟ د مسؤل مدير رښتونى مسؤوليت څه شى دى؟   دې او دېته ورته نورو ډېرو پوښتنو ته ځوابونه خو څه پورته موندى شو خوپه لنډه توګه  يې په دې ډول هم ځوابولاى شو چى لكه په پيلامه كې مو چې ولوستل مطبوعات هم په هغه كتاركې شمېرل كېږي چې ګټه اوزيان دواړه لري،  منفي اړخونه هم لري او مثبت هم اوس بايد هڅه وشي چې له مطبوعاتو څخه په ښه لار كې كار واخستل شي،  دمسلمان اومخلص شخص په واك كې وي،  د اسلام،  ملت،  هېواد اوملي نواميسو ته ژمن او وفادار سړي ته وسپارل شي،  چې په دې صورت كې به مو دهدف غشى په خپله نښه ويشتلى وي اوكه نه څومره چې خپرونې ګټه لري،  زيانونه اومنفي اړخونه يې هم په خپلوسترګو وينو اونن سبا خو له بده مرغه چې دمطبوعاتو ډېره زياته برخه همدا ډول بې ګټې او زيانمن مطبوعات دي،  او د (اثمها اكبرمن نفعها) يانې ګناه يې له ګټې څخه ډېره ده،  (۱۶)
ايت دلته ښه مصدا ق پيداكولاى شي همدا راز مطبوعات بايد د يوګټور هدف لپار ه خپرونې وكړي،  دخلكو دشخصيت،  انساني كرامت او درنښت په پام كې ونيسي،  څوك بيځايه توهين نه كړي،  پرچا پورې ټوكې او بيځايه طنز ونه ليكي.  
الله (ج) فرمايي،  (لايسخر قوم من قوم)  يانې:  يوقوم دې پر بل ټوكې اوملنډې نه كوي (۱۷)
رسول الله (ص)  د عرفات په غونډۍ په خپله وروستۍ خطبه كې چې دمبارك ژوند وروستۍ ورځې اوشپې يې وې،  مسلمانانوته لارښوونه وكړه او اعلان يې وكړچې د مسلمان د عزت،  ابرواوناموس ساتنه اوپه درنه سترګه ورته كتل په هر حاضر اوغايب مسلمان داسې فرض دي  لكه دهغه ځان اوشتمني (۱۸)
په اسلام كى د خبريال،  ليكوال اوددې فن دنورو كار كوونكيو لپاره ځانګړي اصول،  اداب اومقرارات ټاكل شوي دي،  چې په دې ليكنه كې پرې خبرې كول دليكنې له حوصلې څخه وتلې خبره ده،  درانه لوستونكي كولاى شي دزيات تفصيل لپاره دحضرت مولانا اشرف علي تهانوي رساله (اخباربيني)ولولي.
 

يادښتونه
۱).  وګورئ النحل،  ۸ ايت.  
۲). وګ،  الحجر، ۲۱ايت.  
۳). وګ، رياض الصالحين اومشكوة.
۴). وګ، جامع الترمذي، امام ابي عيسى ترمذي، ۵۴۸مخ،  كتاب الشمايل.
۵). كنزالعمال، څلورم ټوك.  
۶). النساء۸۳  ايت.  
۷). جواهر الفقه مفتي محمد شفيع،  دويم ټوك،  ۴۶۱ مخ.
۸). الانفال،  ۶۰  ايت.  
۹). الحج،  ۴۱  ايت.  
۱۰). رياض الصالحين،  ابى ذكريا امام محي الدين ابن اشرف النووي.
۱۱).  صحيح مسلم،  امام ابولحسن،  مسلم ابن الحجاج نيشاپوري لومړى ټوك،  ۵۱ مخ.  
۱۲). سنن ابى ماجه،  ابي عبدالله محمد القزويني،  ۱۸ مخ.
۱۳).  البقره.  ۲۶۰ ايت
۱۴).  الاعراف،  ۱۴۳  ايت.  
۱۵).  البقره،  ۵۶  ايت.  
۱۶).  البقره،   ۲۱۹  ايت.  
۱۷).   الحجرات،  ۱۱  ايت.  
۱۸).   صحيح مسلم اوسنن ابن ماجه.