دوستم: حکومت زما خبرې نه منلې او اوس وضعيت دې حال ته ورسېد

د جنبش ګوند مشر د ولسمشر ماڼۍ پخواني لومړي مرستيال عبدالرشيد په هېواد او ځانګړي ډول شمال کې د امنيتي وضعيت او طالبانو له خوا د جګړې د شدت په اړه نن ورځ کابل کې يو پر ليکه کنفرانس ورکړی. دوستم پر حکومت نیوکې کړې چې نه يې په تېر د ده سلاوې منلې او نه يې هم اوس د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د ده د کسانو ملاتړ کړی. 

دوستم وايي چې ۱۷۰ کسان يې اوس مهال د طالبانو پر وړاندې شمال کې له طالبانو سره جګړې کوي، د رجال برجسته سره ثبت دي خو بيا د جګړې پر مهال ورسره د حکومت له خوا مرسته نه کيږي. نوموړي دا هم ويلي دي چې اوس مهال د ده په امر دوه زره کسان د طالبانو پر وړاندې دواطلبه جګړه او په داسې حال کې چې يو قطعي مرمۍ مرسته هم نه ده ورسره شوې.

دوستم ويلي دي چې ملاتړي د ده په لارښوونه او د يار محمد دوستم (د عبدالرشيد زوی) په مشرۍ د طالبانو سره جنګیږي؛ د جنګياليو شمېر تر دوه زره دی او د حکومت له خوا دوه يا پنځه زره مرمۍ ورکړل شوي دي. د نوموړي په وينا چې د دوه زره کسانو لپاره دوه يا پنځه زره مرمۍ کومه تشه نه شي ډکولی. 

دغه ازبک مشر دا هم ويلي دي چې کسانو سره يې دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې او په دې دوه میلیونه افغانیو اوس دی د خپلو کسانو لپاره وسلې، خوړا، مهمات، درمل او که د موټرو تيل را ونېسي. دوستم وايي چې حکومت بايد د طالبانو سره روانه جګړه کې د ولسي پاڅون کوونکو لاس نېوی وکړي. 

عبدالرشید دوستم د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي چې څو ځلې يې له حکومت سره د ولسي پاڅون کوونکو د ډېردو او غښتلي کيدو ويلي، خو تر اوسه چا په دې برخه کې ور سره مرسته نه ده کړې. د دوستم په وينا که چېرې د ده وړاندیز ونه منل شوې وای، نو به د هېواد وضعیت په داسې يو حال کې نه وي؛ نه به طالبانو دومره ولسوالۍ نېولې او نه به هم دومره زور ور سره وای.

نوموړی وايي چې ولسي پاڅون کوونکي ګټور تماميږي او دوی کولی شي چې د جګړې په ډګر کې د افغان حکومت ليکې پياوړي کړي. دوستم نيوکه کړې ده چې په دې شلو کالونو کې په دې اړه حکومتي کسانو سره خبرې او مشورې کوي خو په غوښتنه يې عمل نه کيږي. 

دوستم اوس مهال د هېواد په شمال او په ځانګړي ډول جوزجان او فارياب ولايتونو کې په زرګونه شخصي ملېشه ځواکونه لري؛ دی په تېر کې هم په ملېشه جوړنې مشهور او هغه وخت چې کابل کې د ډاکتر نجيب د حکومت وروستۍ ورځې وې او بيا کورنۍ جګړې پيل شوې، د ګيلم جم په نوم د دوستم ملېشه کسانو سترې ناخوالي او جنايتونه تر سره کړل.