حامدکرزي ته د عمران خان بلنه: افغانستان په اړه ځانګړی کنفرانس جوړوم؛ پاکستان ته راشه

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د افغانستان د روان وضعیت په اړه ټيلفوني خبرې کړي او حامد کرزي ته يې پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړې ده. 

د پاکستان جيو نيوز خصوصي رسنۍ د ياد د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري د مالوماتو پر بنسټ لیکلي دي چې لومړي وزير عمران خان د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتي دي چې حکومت يې د افغانستان په اړه ځانګړی کنفرانس نيسي او غوره به وي چې حامدکرزي هم په کې ګډون وکړي. 

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزير فواد چوهدري هم پر خپل ټوېټر پاڼې لېکلي، "د افغانستان د سولې او ارامۍ لپاره د پاکستان هڅې جاري دي. پاکستان د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې ناسته نيسي او په اړه به يې جزئيات ژر رسنيز شي."

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم له عمران خان سره د ټيلفوني اړيکې ويلي او پر خپلې فېسبوک پاڼې يې لیکلي دي، "د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي چهارشنبې ماښام د پاکستان له صدراعظم ښاغلي عمران خان سره تلیفوني خبرې وکړې. 

په دغو خبرو کې د سولې د جدي او اغېزمنو خبرو د بیا پیل او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نېکو او حسنه روابطو د ایجاد په باب د نظر تبادله وشوه او په همدې هدف ښاغلي عمران خان د افغانستان پخواني جمهور رئیس ته، پاکستان ته د ورتگ بلنه ورکړه. 

حامد کرزي د دې ترڅنگ چې د پاکستان د صدراعظم له تلیفوني اړیکې او بلنې مننه وکړه، د دواړو هېوادو ترمنځ د ښې او متمدنې اړیکې  ټینگېدل یې د دواړو ملتونو په گټه او دسیمې د سولې او ثبات لپاره لامل وباله."

ويل کيږي چې پاکستان د افغانستان په اړه دغه جوړېدونکې ناسته ته صلاح الدين رباني، محمد محقق، محمد کريم خليلي، حضرت عمر زاخيلوال او يو شمېر نورې سياسي څېرې هم بلنه کړې دي.