د کوچیانو کرکټ

زه پوهېږمه چې ددې لیکنې له سرلیک سره به اکثریت لوستونکو ته سوال پیدا شي چې کوچیان او کرکټ؟ خو نه داسې نه ده همدا اوس د ملي لوبډلې دوه تکړه لوبغاړي هر یو راشد خان او عثمان غني د کوچیانو د کرکټ له لوبډلې څخه ملي لوبډلې ته راغلي دي.

د کوچیانو د کرکټ لوبډله د افغانستان د کرکټ بورډ ځانګړې برخه ده چې د کوچي قشر د ځوانانو لپاره ځانګړې شوېده. د کوچیانو د کرکټ لوبډله ددې لپاره جوړه شوې تر څو وکولی شي په کوچیانو کې هغه ځوانان چې د کرکټ د کولو هنر او وړتیا لري دې لوبډلې ته راولي او بیا وروسته په ورو ورو مخکې لاړ شي.

په اوسنی عصر کې کوچي ځوانان د هیواد د نورو اقلیتونو سره سره د هیواد د پرمختګ په هره برخه کې مستقیما ونډه لري او نن سبا چې افغانستان کې کرکټ د پام وړ لوبه ګرځېدلې ده د هیواد په بېلا بېلو برخو کې کوچي ځوانانو هم کرکټ ته مخه کړېده.

دا چې د کرکټ بورډ ادارې د کوچیانو د کرکټ چوکاټ ددې ځوانانو لپاره یوه غوره لاره ده چې په تعقیب یې دوی د کرکت په ډګر کې خپله وړتیا په ښه او اسانه توګه وړاندې کړي او د کرکټ بورډ ادارې لپاره هم اسانه لاره ده چې د کوچیانو د کرکټ له لارې د کوچي ځوانانو وړتیا راپیدا او د دوی د غوښلنو مټو څخه د افغانستان په کرکټ کې استفاده وکړي تر څو د افغانستان کرکټ د نړۍ په غوره جامونو کې ځلانده وساتي.

دا چې کوچیان د ژوند په بېلا بېلو اړخونو کې ګڼې ستونزې لري اوس مهال د نوي عصر ځوانان د کرکټ په ډګر کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د افغانستان د کرکټ بورډ اداره چې د کرکټ مینوال د کرکټ په ډېرو برخو نیوکې لري زه نه غواړمه چې په هغو موضوعګانو وغږېږم ځکه چې ددې مینوالو نیوکې بسنه کوي.

په د لیکنه کې زما پام یوازې د کوچیانو د کرکټ لوبډلې لپاره ده چې لاندې ستونزو سره مخ ده.

۱: د کوچیانو کرکټ چې څنګه یې له نوم څخه څرګندېږي یوازې د کوچیانو لپاره ځانګړی شوې یعنې دا په د مانا یوازې هغه ځوانان چې د کوچي قشر پورې تړلې دي کولی شي چې په یاده لوبډله کې د لوبېدو حق لري اما دا ماده ډېره کمه په نظر کې نیول شوېده.

د پورته ستونزې په څېر شپږ نورې ستونزې چې د کوچيانو کرېکټ په برخه کې شتون لر په دې لېکنه کې ولولئ: 

۲: د کوچیانو د کرکټ نماینده یا مسول کس ددې په ځای چې د کوچي ځوانانو وړتیاوې راپیدا او درک کړي د خپلې خوښې لوبغاړي پکې لوبوي او د وړتیاو د درک هنر نلري.

۳: کوچیان د افغانستان په اکثریت ولایتونو کې هستوګنه لري مګر اوسنی نماینده یا مسول یوازې د یو څو ولایتونو د کوچیانو ځوانان په لوبډله کې ګماري.

۴: د لارښود یا د کوچنګ په برخه کې لوبغاړي د یو کېمپ له لارې ټرېننګ ورکوي د یو پاکستاني کوچ چې پخوا پېښور کې یو مساجر یا مالشي وه کوچ ټاکل شوی ده چې دا د کرکټ د ټولو اصولو خلاف عمل ده.

۵: هغه کوچي ځوانان چې د کرکټ د Grade A & Grade B فارمټونو کې لوبېدلي او کرکټ بورډ د دوی سکور کارډ یا تاریخچه لري مګر پاکستانی کوچ بیا هم له دوی څخه ټرایل یا ازموینه اخلي چې دا هم د افغانستان د کورني کرکټ د اصولو خلاف عمل دی.

۶: کله چې دکرکټ لپاره نوي کوچي ځوانان په کارېږي د لوبډلې نماینده یوازینی پام خواله رسنۍ یانې فسبوک ته وي. ددې په ځای چې کوچي ځوانان په پوره توګه خبر شي هر هغه یو بختور دی چې کچېرې یې فسبوک درلودلو ښه تر ښه کنه هیڅوک له دا ډول ازموینو نه خبرېږي.

۷: افغانستان کې ټول قومونه یو شان حقوق لري او زموږ وروڼه دي مګر د کوچیانو کرکټ یوازې د کوچيانو لپاره ځانګړی شوی دی دا چې دا اصل په نظر کې ونیول شي د کوچي ځوانانو پر ځای نور ځوانان لوبډلې ته ټاکل کېږي. که د کوچیانو کرکټ اوسنی سکواډ یا لوبډله وپلټل شي فکر نه کوم چې په سلو کې د پنځوس سلنه حقیقي کوچیان وي.

پورنه ذکر شوې ستونزې هغه ستونزې دي چې یوازې مې په د لیکنه کې ځای کړې دا او دیته ورته نورې داسې ډېرې ستونزې د کوچیانو د کرکټ په برخه کې شته چې باید د افغانستان د کرکټ بورډ اداره یې د هواري په برخه کې همکاري وکړه تر څو چې د کوچیانو د کرکټ ټیم څخه یو ځل بیا د کرکټ په ډګر کې د افغانستان مشهور ستوري راشد خان او عثمان غني په څېر ځوانان ملي لوبډلې ته ترې انتخاب کړي.