د کرېکټ د نړۍ نه هېرېدونکی ستوری کمار سنګاکارا

کمار سنګاکارا په کال ۱۹۷۷ د اکټوبر میاشت په ۱۷ نېټه په سرېلانکا کې ژېږېدلی دی. تراوسه یې په دې لوبډلو کې لوبې ترسره کړې دي:
سرېلانکلا، اسیا ۱۱، سنټرل پرووینسس، کولمبو ډېسټریکټ، کرېکټ اسوسیشن، ډېکن چارجر، ای سي سي ۱۱، جمیکا تلاواس، کینګز الیون پنجاب، کوېټه ګلاډیتور او نورو ډېري لوبډلو کې یې لوبې ترسره کړي دي.

سنګاکارا په ۲۰۰۹ کال کې د سرېلانکا د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو چې په ۱۵ ټیست لوبو، ۴۵ یوورځنیو او ۲۱ شل اوریزه لوبو کې یې لوبډلمشري کړې ده، چې پنځه ټیست لوبې یې ګټلي ۳ یې بایللي او ۷ یې مساوي پای ته رسولي دي، همداراز پخپله لوبډلمشرۍ کې یې ۲۷ یوورځنې لوبې ګټلي ۱۴ یې بایللي او ۴ بیا بې پایلې پای ته رسیدلي دي، او دده په لوبډلمشرې کې ټولې ۲۱ لوبې یې ترسره کړي ۱۲ یې ګټلي او ۹ یې بایللي دي.

کمار سنګاکارا خپله لومړۍ نړېواله یوورځنۍ لوبه د ۲۰۰۰ کال په جولای میاشت کې د پاکستان په خلاف ترسره کړه چې په خپله لومړۍ دغه لوبه کې یې ۳۵ منډې وکړې چې په دغه لوبه کې د عمران نذیر له لوري رن اوټ شو او یو سټمپ یې هم وکړ، کمار سنګاکارا په ۴۰۴ یوورځنیو لوبو کې ګډون کړې وه چې ټولې یې۱۴۲۳۴ منډې د ۵۷،۴۰ اوسط سره ترسره کړې دي ترټولو زیاتې منډې یې په یوه لوبه کې ۱۶۹ دي چې د سویلي افریقا په خلاف یې ترسره کړي دي، نوموړي په یادو لوبو کې ۵۱ شپږېزې او ۱۴۹۱ څلورېزې وهلي دي.

د کمار سنګاکارا په یوورځنیو لوبو کې ۲۵ سلیزې وهلي دي
او همدا راز یې ۹۳ نیمه سلیزي وهلي دي؛ 
د کمار سنګاکارا د یوورځنیو لوبو د سلیزو او نیمه سلیزو لېست:
د آسټرلیا په خلاف یې په ۴۶ لوبو کې دوه ځلې سلیزې او ۱۲ ځلې نیمه سلیزې جوړې کړي دي؛ 

د بنګلدېش په خلاف یې په ۳۱ لوبو کې پنځه ځلې سلیزې او ۶ ځلي نیمه سلیزې جوړې کړي دي؛

انګلستان په خلاف یې په ۴۴ لوبو کې څلور ځلې سلیزې او ۱۱ځلې نیمه سلیزې جوړې کړي دي؛

د هندوستان په خلاف یې په ۷۶ لوبو کې شپږ ځلې سلیزې او ۱۸ځلې نیمه سلیزې جوړې کړي دي؛

نیوزلینډ په خلاف یې په ۴۷ لوبو کې دوه ځلې سلیزې او ۱۲ځلې نیمه سلیزې جوړې کړي دي؛

پاکستان په خلاف یې په ۵۶ لوبو کې دوه ځلې سلیزې او ۱۰ ځلې نیمه سلیزې جوړې کړي دي؛

سویلي افریقا په خلاف یې په ۴۴ لوبو کې دوه ځلې سلیزې او ۱۳ځلې نیمه سلیزې جوړې کړي دي؛

د کېنیا په خلاف یې په ۳ لوبو کې یوه سلیزه جوړې کړې ده
د متحده عربې اماراتو په خلاف یې په ۲ لوبو کې یوه سلیزه جوړې کړې ده.
 
کمار سنګاکارا په یوورځنیو لوبو کې ۳۱ ځله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړې ده او په همدغو لوبو کې یې بیا پنځه ځلې د سېریز د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه هم کړې ده.

کمار سنګاکارا خپله لومړۍ ټیست لوبه په کال ۲۰۰۰ کې د سولي افریقا په خلاف ترسره کړه چې په خپله لومړۍ ټیست لوبه په یوه اننګ یې ۲۳ منډې جوړې کړې، سنګاکارا په ۱۳۴ ټیست لوبو کې برخه اخستې ده او په ټولو ټیست لوبو کې ټولې ۱۲۴۰۰ منډې جوړې کړې دي ترټولو زیاتې منډې یې په یوه لوبه ۳۱۹ دي چې د بنګلدېش په خلاف یې په ۲۰۱۴ کال کې جوړې کړي، په ټیسټ لوبو کې یې ټولې ۳۸ سلیزې او ۵۲ نیمه سلیزي وهلي دي.
 
د کمار سنګاکارا د ټیست لوبو د سلیزو او نیمه سلیزو لېست:
د آسټرلیا په خلاف یې په ۱۱ لوبو او ۲۲ پاڼیو کې یوه سلیزه او اوه نیمه سلیزې جوړې کړي دي؛

د بنګلدېش په خلاف یې په ۱۵ لوبو او ۲۱ پاڼیو کې ۷ سلیزې او ۷ نیمه سلیزې جوړې کړي دي؛

انګلستان په خلاف یې په ۲۲ لوبو او ۳۹ پاڼیو کې درې سلیزې او اوه نیمه سلیزې جوړې کړي دي؛
 
د هندوستان په خلاف یې ۱۷ لوبو او ۲۸ پاڼیو کې ۵ سلیزې او دوه نیمه سلیزې جوړې کړي دي؛

نیوزلینډ په خلاف یې په ۱۲ لوبو او ۲۰ پاڼیو کې څلور سلیزې او دوه نیمه سلیزې جوړې کړي دي؛
 
پاکستان په خلاف یې په ۲۲ لوبو او ۴۳ پاڼیو کې ۱۰ سلیزې او ۱۲ نیمه سلیزې جوړې کړي دي؛
 
سویلي افریقا په خلاف یې په ۱۷ لوبو او ۲۸ پاڼیو کې درې سلیزې او شپږ نیمه سلیزې جوړې کړي دي؛
 
د ویسټ انډېز په خلاف یې په ۱۲ لوبو او ۱۹ پاڼیو کې درې سلیزې او پنځه نیمه سلیزې جوړې کړي دي؛
د زیمبابوۍ په خلاف یې په ۵ لوبو او ۶ پاڼیو کې دوه سلیزې او یوه نیمه سلیزه جوړې کړې.

کمارسنګاکارا په ټیست لوبو کې ۱۶ ځلي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړي دي ا و همدا زار یې په یادو لوبو کې پنځه ځلي د سېریز د غوره لوبغاړي جایزې هم ترلاسه کړي دي.

سنګاکارا په ۵۶ شل اوریزه نړیوالو لوبو کې ګډون کړی چې ټوليزې ۱۳۸۲ منډې یې کړي زیاتې منډې یې په یوه لوبه کې ۷۸ دي، په شل اوریزه لوبو کې یې ۸ نیمه سلیزې وهلي دي همدا راز یې په یادو لوبو کې۱۳۹ څلوریزې او ۲۰ شپږېزې هم وهلي دي.

د سنګاکارا د ټیست لوبو ریکارډونه:
سنګاکارا د کرېکټ په تاریخ کې دوهم لوبغاړی دی چې په ټیست لوبو کې یې ډن براډمن څخه ورورسته ۱۱ غبرګې سلیزې وهلي دي.
سنګاکارا په کرېکټ کې۱۴ ځلي ۱۹۰ پورته منډې کړي دي.

سنګاکارا په ټیست لوبو کې ۳۸ سلیزې وهلي چې د کرېکټ په تاریخ کې له ټنډولکر، راکي پونټینګ او جک کالیس وروسته څلورم لوبغاړی دی چې دومره سلیزې یې وهلي دي.

سنګاکارا په ټیست لوبو کې په نیمه سلیزو کې په اووم مقام کې ځای لري چې ټولې ۵۲ نیمه سلیزې لري.

سنګاکارا په ۱۳۱ لوبو کې ۱۹۷ لوبغاړي د ویکت ساتونکي په حیث اوټ کړي چې دا پخپله یو نړیوال ریکارډ دي.

د کرېکټ په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی دی چې سر په سر یې څلور ځلي په ټیست لوبو کې له ۱۵۰ زیاتې منډې کړي دي.

لومړنی لوبغاړی دی چې تر ټولو ژر (۸۰۰۰) منډې یې په ۱۵۲ لوبو کې وکړې؛

لومړنی لوبغاړی دی چې تر ټولو ژر (۹۰۰۰) منډې یې په ۱۷۲ لوبو کې وکړې؛

لومړنی لوبغاړی دی چې تر ټولو ژر (۱۱۰۰۰) منډې یې په ۲۰۸ لوبو کې وکړې؛

لومړنی لوبغاړی دی چې تر ټولو ژر (۱۲۰۰۰) منډې یې په ۲۲۴ لوبو کې وکړې.

د کريکټ په تاریخ کې تر ټولو اوږده ملګرتیا د مهیلا جیودرنا او د کمار سنګاکارا ده چې دواړو په ۲۰۰۶ کال کې د سویلي افریقا په خلاف ۶۲۴ منډې ملګرتیا کړې وه.
 
ددرېمې ويکټې د ملګرتیا تر ټولو زیاتې منډې هم د د مهیلا جیودرنا او د کمار سنګاکارا دي چې دواړو ۵۸۹۰ منډې ملګرتیا کړې ده.

کمار سنګاکارا په ۲۰۱۴ کال کې تر ټولو زیاتې ۱۴۸۳ منډې کړې وې چې پدې کې څلور سلیزي او ۹ نیمه سلیزې شاملې وي.
 
د سنګاکارا د یوورځنیو لوبو ریکارډونه:
سنګاکارا د کريکټ په تاریخ کې دوهم لوبغاړی دي چې زیاتې (۱۴۲۳۴) منډې یې کړي دي.
سنګاکارا لومړنی سرېلانکایي لوبغاړي دی چې (۱۴۰۰۰) منډې یې کړي دي.
سنګاکارا د کريکټ په تاریخ کې دوهم لوبغاړی دي چې زیاتې (۹۳)نیمه سلیزې یې وهلې دی.
سنګاکارا ترټولو زیات لوبغاړي د د ډګر نیوونکي او ويکټ ساتونکي په حیث (۵۰۱) لوبغاړي اوټ کړي چې پدې کې (۴۰۲)کیچونه او (۹۹) سټمپونه شامل دي.
په دوهمه وېکټه تر ټولو اوږده ملګرتیا ۲۰۲ ده چې د سنګاکارا او تریمیني ترمنځ وه او په ۲۰۱۵ کال کې یې جوړه کړه.
د کال زیاتې منډې، په ۲۰۱۴ کال کې سنګاکارا تر ټولو زیاتې (۱۲۵۶) منډې کړې وې چې څلور سلیزې او اته نیمه سلیزې یې وهلې وې.
په یوه کال کې ترټولو زیاتې منډې ۲۸۶۸ په درې واره ( ټیست، یوورځنیو، شل اوریزو) لوبو کې.
سنګاکارا د کريکټ په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی دی چې سر په سر یې په څلورو نړېوال جام سیالیو کې څلور سلیزې وهلي دي.

نورې جایزې:
سنګاکارا په ۲۰۱۲ کال کې درې اوارډونه ترلاسه کړل ( د کال کرېکټ لوبغاړی، د ټیست کرېکټ لوبغاړی او د خلکو غوره لوبغاړی).
سنګاکارا په ۲۰۱۳ کال کې د کرېکټ د نړیوالې شورا د د یوورځنیو لوبو غوره لوبغاړي مقام هم ترلاسه کړ.

او بلاخره لدې ټولو بریاوو او مقامونو سره سره نوموړي وروسته له ۱۵ کالو لوبې په ۲۰۱۵ کال کې له لوبو څخه د تقاعد اعلان وکړ او لدې سره یې د کرېکټ مینه وال له خپلې لوبې څخه بې برخې کړل.