د روهي نيوز همکاره لېکوالان او ژباړن:  ولي الله ملکزی

ولي الله ملکزی د اروا ښاد استاذ محمد امین ملکزي ځوئ دی، د ۱۳۳۷ لمریز کال د تلې په میاشت کې د کونړ ولایت د نرنګ په ولسوالۍ کی زیږیدلی دی. لومړنې او منځنې ښوونځې یی همدلته لوستې او ثانوي دوره یی په کابل کې سر ته رسولې ده. د غوايي د خونړۍ کودتا په لومړیو میاشتو کې کوزې پښتونخوا ته مهاجر او په ۱۹۸۱م کال کې د یو تعلیمي بورس له لارې د عالي تحصیلاتو لپاره سعودي عربستان ته واستول شو. په ۱۹۸۶م کال کې یی د مدینې منورې د پوهنتون څخه د تاریخ او ژورنالیزم په څانګه کې لیسانس ترلاسه او بیرته پیښور ته لاړ. 

د مسلکي کار پیل یی د حق پاڅون په میاشتینۍ مجلې کی د لیکوالې ډلې غړیتوب وو، بیا درې کاله وروسته د همدې مجلې مدیر وټاکل شو. له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۵م کال پوری په پیښور کې د دعوت او جهاد پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې د معاصر تاریخ د اسستانت استاذ او د پوهنتون د اکاډمیکې درې میاشتینۍ مجلې چلوونکې وو. په ۱۹۹۸م کې یی د پیښور له پوهنتون څخه د عربي ژبې په کلاسیک ادب کې ماستري واخیسته او جوخت یی ورسره د «سهار» په نوم یو خپلواک او غیر تنظیمي آژانس جوړ کړ. د هیواد مختلفو ولایتونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې یې ځینی داسی راپور تاژونه برابر او مرکې تر سره کړې چې د چارواکو او ځینې سیاسي ګوندونو د غضب لامل وګرځیدې. له همدې امله یې د آژانس دروازه وتړل شوه او اړ شو چې ځل بیا هیواد پریږدي.

له کلونو راهیسی په کالیفورنیا کې اوسیږي،‌ ولې د هیواد او خپلو خلکو سره د نه شلیدونکي پیوند له مخې، د روهي د زړورې ویبپاڼې په ګډون په ګڼ شمیر معتبرو افغان ویبپاڼو او سایټونو کې لیکنې کوي او په بصري چینلونو کې برخه اخلي. ملکزي په ۲۰۰۶م کال کې د کلیفورنیا د سان واکین ډیلټا کالج څخه د عامه اړیکو او خبریالۍ په څانګه کې د اسوشیټید ډګري ترلاسه او د لنډ مهال لپاره د امریکا د انډیانا په پوهنتون کې د پښتو ژبې د تدریس چاره پرمخ یوړه. تر اوسه یې درې کتابونه لیکلي دي (د اتیایمې لسیزې بین الافغاني تړونونه / ځما خټین تاج محل / کونړ؛ غرونه او غورځنګونه) وروستې کتاب اوس تازه چاپ شویدی. په تیرو څلورو کلونو کې د روهي ویبپاڼې، د ملکزي ۳۱ مقالې او تبصرې خپرې کړی او دا لړۍ روانه ده.

نوموړې نن سبا د کلیفورنیا په پلازمینې (سکرمنټو) کې د کډوالو د ځای په ځای کولو له یو سازمان سره کار کوي او په همدې ښار کې د افغان کلتوري ټولنې بنسټګرغړی دی. که دوستان وخت او علاقه لري، کولاې شي چې د نوموړي لیکنې، څیړنې او ویډیويي خپرونې د هغه د فیسبوک په پاڼې او یوټیوب په چینل کې په لاندینۍ پتې ولولي او وګوري. آنلاین ادرس یې دا دی: Wali Malakzay