د شهوت په صورت کې په فشار او غېر اختياري ډول سره د نارينه مني وتل د ژر انزال يا Premature Ejaculation ناروغي ده. د همدې لېکنې په لومړۍ او دويمې برخې کې مو د دغه ستونزې او ناروغۍ پر روحي او بیالوژيکي لاملونو مالومات وړاندې کړل. د لېکنې په دې درېيمه برخه کې د ژر انزال يا Premature Ejaculation درملنه د طعبيي بوټو او ځينو جوړ شوو کريمونو په وسيله درته په ګوته کيږي.
۱- آيورويدا د بوټو درمل Ayurvedic herbal medicine:
له پېړيو راهيسې هندوستان کې د آيورويدا په نوم له بوټو د درمل جوړونې يو سېستم شتون لري. آيورويدا کې له طعبيي بوټو بېلا - بېل درمل جوړيږي چې د عصري طب په شتون کې يې هم کارونه اغېزناکه ده. د يوې تر سره شوې څېړنې اړوند هغه کسان چې په هندوستان کې دي او يا د نړۍ له ځينو نورو هېوادونو هلته تللې او د ژر انزال ناروغي يې درلوده، د آيورويدا کورنۍ له درملو په ګټې له دغه ستونزې خلاص شوي دي او يا يې هم د جنسي کوروالی وخت کې ډېروالی راغلی دی. د آيورويدا هغه درمل چې د ژر انزال لپاره ګتور تمام شوي دي kaunch beej, kamini vidrawan ras, and yauvanamrit دي. د يادونې ده چې دغه درمل د معدې د درد، ګنګستيا، د وجود درد او ځيني نورې ستونزې د جانبي عوارض په ډول رامنځ ته کوي.
۲- چينايي د بوټو درمل Chinese herbal medicine:
په چين کې هم د نورو ناروغيو ترڅنګ د جنسي ستونزو لپاره اوس مهال د بوټو څخه په ساده طریقې جوړ شوي درملو څخه ګټه اخېستل کيږي. که چېرې د Qilin او Yimusake په نوم دغه چينايۍ ګولۍ وخوړل شي، نو د جنسي کمزورتيا او په ځانګړې د ژر انزال مخه نيسي. د دغه ګوليو لارښوود داسې دی چې د يو څه وخت لپاره بايد هره ورځ دوه ګولۍ وخوړل شي. د معدې درد، ګنګستيا او د جنسي لېوالتيا کمېدل د دغه درملو جانبي عوارض دي.
۳- Topical creams: اوس وخت کې په طبي ډول سره ځيني کريمونه جوړ شوي دي چې د ژر انزال په مخنېوي کې اغېزمن تمام شوي دي. که چېرې د ښځې او خاوند ترمنځ له جنسي اړيکو او کوروالي لس يا پنځه لس دقيقې وړاندې دغه کريم خاوند پر خپلې تناسلي آلې ووهي نو د کوروالي وخت به يې ډېر شي او مني به ژر او له توقع وړاندې نه بهر کيږي. د پورته طعبيي بوټو په څېر دغه درمل هم د يو څه درد، د جنسي لېوالتيا د کمښت او د نارينه د تناسلي آلې د خارښت سبب کيږي.
۴- Lidocaine spray: د پورته ذکر شوي طبي کريم په ډول ځيني طبي درمل د سپرې په بڼې هم شتون لري چې که چېرې خاوند يې له جنسي نېږدوالي لس يا شل دقيقې وړاندې پر خپلې تناسلي آلې ووهي، نو جنسي شهوت به د لنډ وخت لپاره کم او ژرانزال به نه رامنځ ته کيږي.
۵- Zinc supplements: دغه درمل هم ګټور ثابت شوي دي. که چېرې خاوند دغه درمل ۱۱ ګرامه هره ورځ وخوري نو په کم وخت کې به يې د ژر انزال ستونزه حل شي او همدا ډول Zinc supplements د dysfunction يا د کم جنسي تحرک مشکل حلووي. Zinc supplements د نارينه په وجود کې د testosterone هورمون د توليد کچه زياتوي چې هم د Premature Ejaculation او هم د dysfunction لپاره اغېزناکه درملنه او حل لار ده.
يادونه: د همدې لېکنې په څلورمې برخې کې ځيني هغه تمريني لارې - چارې درته په ګوته کيږي، چې د ژر انزال لپاره ګټورې دي.
وروستي