د کرونا ويروس پر وړاندې کوم يو غوره او اغېز لرونکی واکسين دی؛ روسی (سپوتنیک - Sputnik) او که امريکایی (فایزر - Pfizer)؟ 

کابو يو کال وړاندې چې پر نړۍ له چينه د کرونا ويروس په نوم وبا خپره شوه، نړيوال يې د مخنېوي لپاره لاس پر کار شول. له ګرځبنديز، ماسکونو او ويروس ضد مايعاتو ورېخوا د نړۍ په يو شمېر پرمختللو هېوادونو کې د دغه ويروس د مخنېوي واکسين او درملو جوړولو هڅې هم پيل شوې. نن، له ښه مرغه د بېلا بېلو کمپنيو او روغتيايي شرکتونو له خوا د  کرونا ويروس ضد واکسينونه بازار کې پيدا کيږي. دغه لېکنه کې د روسي (سپوتنیک وي  Sputnik V) او  امريکایي (فایزر - Pfizer) دوه واکسينونه درته پرتله کوو. پر اغېز، بيې او پايلې يې  دلته پوه شئ. 

۱- فایزر - Pfizer واکسين: په اصل کې فایزر - Pfizer يو امريکايی د درملو شرکت دی. دغه کمپني له نن نېږدې ۱۷۲ کاله وړاندې په امريکا کې جوړه شوې ده. ۲۰۲۰ کال مې مياشت کې دغه کمپنۍ د کرونا ويروس ضد واکسين څلورو ډولونو ازميښتي لړۍ پيل کړه. دغه شرکت د ۲۰۲۰ په وروستيو او د ۲۰۲۱ په لومړيو کې د کرونا ضد واکسين څلور ازميښتي پړاونه امريکا کې پر دواطلب خلکو تر سره او پايله يې غوره وه. 

د فایزر - Pfizer واکسين څو مهمې ځانګړنې: 
۱- د دغه واکسين ډول mRNA دی؛ 
۲- دغه واکسين دوه ځلې يا دوه ډوزه وهل کيږي. له لومړي ځل واکسين کېدو وروسته دويم ډوز ۲۱ ورځې وروسته تطبيق کيږي؛
۳- د فایزر - Pfizer واکسين  د يو ډوز بيه ۱۹ امريکايي ډالر ټاکل شوې ده؛ 
۴- د دغه واکسين اغېز له ۹۵ بيا تر سل سلنه پوري ده؛ تر ډېره د کرونا ويروس له امله د مړينې او ناروغانو د وضعيت د وخيم کېدو مخه يې نېولې ده؛ 
۵- په نړۍ کې د نورو او په ځانګړي ډول د سويلي افريقا، سويلي امريکا او انګلستان کې د جوړ شوي واکسينونو په پرتله د دغه واکسين اغېز ډېر دی. 

۲-  سپوتنیک وي - Sputnik V يوه روسيۍ د درملو او په ځانګړي ډول د کرونا واکسين  کمپني ده، چې په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا وبا له خپرېدو وروسته جوړه شوې ده. دغه شرکت هم په ۲۰۲۰ز کال کې د کرونا ويروس ضد واکسین وړاندې کړ. سپوتنیک وي - Sputnik V واکسين هم د فايزر واکسين په ډول څلور پړاونه وهلي دي او څلورم پړاو يې د روان کال تېرې فېبرورۍ مياشتې په دويمه نېټه پيل شو. دغه واکسين د لاندې ځانګړنو لرونکی دی. 

سپوتنیک وي - Sputnik V واکسين څو مهمې ځانګړنې: 
۱-  د دغه واکسين ډول يا Type د Adenovirus-based په نوم دی؛ 
۲- د فايزر واکسين په ډول دغه واکسين هم دوه ډوزه لري چې دويم ډوز يې ۲۱ ورځې وروسته تطبيقيږي؛ 
۳- دغه روسی واکسين له امريکايي فايزر واکسين ارزانه دی. د فايزر بيه پر يو ډوز ۱۹ او د سپوتنیک وي - Sputnik V بيه پر يو ډوز ۱۰ امريکايي ډالر ده. 
۴- د فايزر په پرتله د روسيې سپوتنیک وي واکسين اغېز کم دی. دغه واکسين ۹۱،۴ سلنه اغېز لري او پر همدې سلنې د کرونا ويروس مخنېوی کوي. 

اوس مهال د نړۍ هغه هېوادونه چې په خپله د کرونا ضد واکسين د توليد او جوړولو وړتيا نه لري له دغه دوه ډوله امريکايي او روسيي واکسينونو ګټه اخلي او ځيني يې بيا د تر لاسه کولو په انتظار کې دي.