د اقتصاد وزارت د تلپاتې اقتصادي ودې د یو څو طرحو شرحه

اقتصاد وزات په دې وروستیو کې پانګې اچونې ته ډېره زمینه سازي کړې ده. ددې نه پخوا د پانګې اچونې لپاره د مناسبو شرایطو نشتوالی، ادري فساد، د بنسټیزو جوړښتونو د حمایې کمزوري، په ځنډ سره د خدماتو وړاندې کول او د پېر او پلور کورنیو محصولاتو ته نه توجو؛ هغه عوامل و، چې هیواد یې په اقتصادي لحاظ ډېر ځپلی دی.

د افغانستان د سولې او پرمختیا دوهم سند د ژمنو له مخې او د اقتصاد وزارت د رهبرۍ د چوپړ له مخې دا مهال افغانستان د کورنۍ پانګې اچونې په یو ښه پړاو کې دی. او اړتیا ده، چې دغه زمینه سازي نوره هم پراخه شي.

د اقتصادي لید لوري له مخې د تولید عوامل پانګه ده. کله چې په یوه هیواد کې واړه تولیدي عوامل پیدا شي او بیا دغه واړه تولیدي عوامل په لویو پانګو بدلیږي او لویې منابع منځته ترې راځي.

اقتصاد وزارت هوډ لري، چې واړه متشبثین وروځي او په ځان بسیا اقتصادي وده رامنځته کړي. خپل تولیدي عوامل پیاوړي کړي او زمینه سازي ورته وکړي. وګړي به د ننه په هیواد کې اقتصادي چارې ولري او اړ به نه وي، چې نورو هیوادو ته په قاچاقي لارو لاړ شي او مزدوري وکړي. اقتصاد وزارت او د حکومت رهبري د دوی د اقتصادي ودې لپاره په بېلابېلو لارو هڅې پیل کړې.

د اوبو مهار او اوبه په منابعو ودرول په اقتصادي وده کې یو ستر عوامل دی. حکومت د خپلې ژمنتیا لپاره د اوبو د مهارولو کوښښونه په سلو کې نوي فیصده بریالي روان کړي دي.

افغانستان د ګڼو کاونډیو هیوادونو څخه شمېرل کیږي، چې په سیمه کې د زیاتو اوبو درلودو له مخې یې کاونډ هیوادونه غني کړي دي. او خپله یې ددغو اوبو مهار نه دی کړی.
اوبه په اقتصادي  وده کې د منابعو یو ستر نوعیت دی. حکومت د خپلې ژمنتیا له مخې د اوبو د مهارولو زیاتې هڅې شروع دي.  څه موده وړاندې ۷۰ سلنه اوبه کاونډیو هیوادونو ته وړیا او بغیر له کوم احسان روانې وې. هغوی خپل هیوادونه پرې بریښناییز او منابع درلودونکي کړل.

خوشبختانه د اوسني حکومت له ژمنو دا ثابته شوه، چې اوبه زموږ ابرو ده، او ابرو وړیا نه ویشل کیږي. له بل پلوه کرنیزې ، صنعتي اړتیاوې ددې باعثې شوې، چې اوبه په هیواد کې د یوې لویې ابي منابع حیثیت خپل کړي. او په اقتصادي وده اغیز وکړي.

د راپورونو په اساس د افغانستان د اوبو ذخیرې ۷۵ میلیارده متر مکعب دي. د اوبو او انرژي وزارت موندنې ښیي، چې ددغو ۷۵ اوبو سلنې څخه یې ۷۰ سلنه اوبه کاونډیو هیوادونو، بلخصوصو ایران او پاکستان ته روانې دي. نو ددغو اوبو مهار سره واړه تولیدي عوامل په لویو بدلیږي او لوې اقتصادي بسیاینې رامنځته کوي.

افغانستان د یوه زراعتي هیواد په توګه په سیمه کې پېژندل شوی دی. د USAID  د امارو له مخې ۸۰ سلنه وکړي یې په زراعت او مالدارۍ بوخت دي. اقتصاد وزارت په خپلې پنځه کلنې ستراییژۍ کې د دا ډول محصول لپاره د مارکیټ د تیارولو یوه ښه طرحه لري، چې ددې په بنا کولای شي، کورني توکي او محصول نړیوال بازار ته لاره پیدا کړي.

د هیواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي زراعت  د اقتصادي پراختیا یو لوی لامل ګڼي. او ددې لپاره د مارکیټ جوړونې طرحه او کورني بنسټونو سره همکاري ډېره اړینه بولي، څو وکولای شو هیواد په خپل اقتصادي نوعیت ودریږي. د اقتصاد وزیرې په دې وروستیو کې په پانګه اچونې باندې ډېر ټینګار کوي. او دا د اقتصادي غنامندۍ لپاره یوه اړینه لاره ده، چې وګړي له فقر او بې کارې ژغوري.

اقتصاد وزارت د عامه خدماتو د سهل لپاره د غوایي په میاشت کې د مرکزي او ولایتي بریښنایي راپور ورکوونې د څارنې سیستم فعال کړ. د دې سیستم  د رامنځته کولو موخه په هیواد کې د پراختیایي پروژو د پلانونو او د تطبیق د پروسې  څخه څارنه او راپور ورکول دي؛ ترڅو د روڼتیا، حساب ورکوونې او د پراختیایي پلانونو او پروژو په وخت او په ګټور ډول د پلي کیدو چټک ډاډ تر لاسه شي.

 دا مهال په یاد سیستم کې د  ۲۳۰۰ پروژو پرمختګ  په اړه معلومات خوندي شوي دي. دا سیستم د هیواد د وګړو لاسرسی اسانه کوي، چې څنګه پراختیایی پروژې پلې او پراختیا ومومي او دوی ته دا وړتیا ورکوي، چې ځایي اړتیاوې وپیژني او لومړیتوبونه درک کړي، ترڅو په نږدې سیمو کې پرمختیایي پلان جوړولو ته وده ورکړي.

 دا مهال دا سیستم د افغانستان ( کابل، بلخ، هرات، کندهار، پروان، لغمان، کنړ، فراه، میدان وردګ، ننګرهار فاریاب، غور او غزني) ولایتونو کې فعال دی او ټاکل شوې، چې د روان کال د غبرګولي میاشتې په جریان کې د هیواد نورو ولایتونو ته هم وعځیږي.

د دې سیستم له رامنځته کیدو دمخه د پراختیایي پروژو د پرمختګ او تطبیق کولو په اړه د معلوماتو راټولو او راپور وړاندې کول، یو ډول  پیچلي، ناباوره، فاسد، او په ځینو مواردو کې غیر واقعي، وخت ضایع کوونکي  وو.

د هیواد د اقتصاد وزیرې هڅه د فقر په ورکولو کې د دولتي او غیر دولتي بنسټونو د پانګې اچونې څخه ډاډ تر لاسه کول دي او په هیواد کې د غیر دولتي موسساتو د انسجام او هماهنګې په برخه کې په ګډ کار کولو ټینګار ته زیاته توجو کوي .

ډاکټر کریمه حامد فاریابي په هیواد کې د اقتصادي موډل(سبک) په ترتیب او جوړښت باندې بوخته ده، تر څو  هیواد په  اقتصادي موخو ولاړ او متکي شي. په ولایتي سطحه په یوه ولایت کې د یوه تولیدي محصول ، چې په نوموړي ولایت کې د معشت او مزیت سبب جوړ شوی دي. او په همدغه محصول باندې پانګونه په هم هغه ولایت کې، چې د بېوزلۍ مخه نیسي او وګړي یې ورځنۍ عاید ځینې لاسته راوړي، نو په دې لحاظ په نوموړي ولایت کې د فقر سطحه راټییږي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اخځلیکونه :
۱ – پوهې مجله( د ننګرهار پوهنتون درې میاشتنې خپرونه ۱۳۹۶، دوهمه ګڼه، د وږې پرله پسې ۶۳) د افغانستان څخه د پانګې د فرار عوامل او پر اقتصاد یې اغیزه. پوهنیار عنایت الله حبیبي، مخ: ۱۵۶.
۲ – دهکده مجله( ارکان نشراتی وزارت احیا و انکشاف دهات ۱۳۹۷ ، شمار نود و چهارم) رابطه میان اب ړ توسعه اقتصادي، رضا فرزام، مخ:۸.
۳- د اقتصاد وزارت ویب پاڼه. د ۱۳۹۹ کالني راپور.
۴ – د اوبو او نرژۍ وزارت ویب پاڼه. رسنۍ.



تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
news
علمي او معلوماتي

غیرې دولتي موسسې په MIS   کې

Loading...