د کمپيوټر عامل سېسټم (Windows 10) له منځه ځي

مايکروسافټ شرکت ويلي دي چې په ۲۰۲۵ کال کې د کمپوټرونو عامل سېستم يا operating system وينډوز لس له منځه وړي. دغه شرکت اعلان کړی دی چې څلور کاله وروسته به ميکروسافټ Windows 10 نه ساپورټ کوي. 

د مايکروسافت شرکت د مسوولينو په وينا، دوی د Windows 10 بديل باندې اخته دي او همدا مياشت به  يې بازار ته وړاندې کړي. څو کاله وړاندې چې مايکروسافټ شرکت Windows 10 بازار ته وړاندې کړی وو، هغه مهال يې ويلي وو چې Windows 10 به د کمپيوټرونو وروستی عامل سېستم وي. 

دغه شرکت ويلي دي چې د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر مياشتې له ۱۴ نيټه وروسته د وينډوز لس Home او  Pro versions بڼو لپاره امنيتي او د نوې کېدنې يا Update ملاتړ نه وړاندې کوي. 

مايکروسافټ کمپنۍ په ۲۰۲۰ کال کې وينډوز اووه له منځه يوړه او له هغې وړاندې يې په ۲۰۱۵ کال کې Windows 10  بازار ته وړاندې کړې وه چې تر نن ورځې د مايکرو سافټ د عامل سېستم وروستۍ بڼۍ يا version دی.