د نړیدلو منارو اونۍ

یو پلو ته د چسپکي بمونو او هدفي وژنو لو ګډ دی؛ د شمله ورو د جنازو اعلانونه او انځورونه بلا ناغه د ټولو رسنیو د منځ ټکي دي. بل پلو ته د کورونا نالیدلي غلیم، ځموږ د وطن په نازولو ناتار ګډ کړی او ډله ډله د مرګ حلاجي ته سپاري. بني اسرائیل د مصر د (تیه) په دښتې او د کوه طور په لمن کې څلویښت کاله سرګردانه ګرځیدل، ځکه چې د حضرت موسی (ع) خبره یې بابیزه ګڼله. افغانان هم د څلویښتو کالو راهیسې د سپیڅلي جهالت، فقر، بی عدالتۍ او د ساینس سره د ناغیړۍ سیلاب لاهو کړيدي. هر خس او خاشاک ته لاس اچوي، خو دمګړۍ داسې نه ښکاري چې د رغون او بدلون کومه مزبوته اراده دې ولري.

څوک د کرونا درملنه په تعویذ باندې کوي، ځینې یې غټه تبه بولي او شرمیږي چې ووايي کورونا نیولی یم او داسې جنابان هم شته چې هغه د کاپیرو سازش ګڼي. دوئ انګیري چې ګوندې کفار غواړي موږ له جومات او مصافحې څخه منعه کړي. خو دا هیروي چې په جوماتونو کې په سجده پراته مؤمنان، د چا له لاسه پخپلو وینو کې لامبي. همدا وجه ده چې د الله ساده بنده ګان، د بنده ګۍ په دې سوتره او سیده لارې کې د کعبې او ترکستان ترمنځ، د ابهام په کشمکش کې تیندکونه وهي.

مازې د دې اونۍ په ترڅ کې د قلم د یو نیازبین غازي، ارواښاد مصطفی عمرزي د غسل تخته لا وچه نه وه چې د سیمې په کچه د یو سترګه ور لرغونپوه، پوهاند باوري د مرګ خبر د لر او بر خلک ښه سم خپه کړل. دوه ورځې وروسته مو د کونړ د صافي قوم د یاد مشر اوغښتلي جنرال، مطیع الله خان صافي جنازه د هیواد په درې رنګي بیرغ کې پوښل شوې ولیده چې د تورو خاورو میلمنه شوه. د اکسیجن د نه شتون له امله، د جهاد، سولې او منبر یو تکړه داعي، قاضي محمد امین وقاد هم د ابدیت په لور خپل سفر پیل کړ. قاضي محمد امین وقاد چې د هجرت په پیل کې یې ملتیار تخلص کولو او بیا یې په وقاد باندې بدل کړ، د اسلامي غورځنګ د مخکښانو او منلو جهادي سرلارو څخه وو. 

د ۱۹۹۹م کال، غالبا د مې میاشت وه چې زه او زما قدرمند دوست زبیر شفیقي (د ویسا اخبار چلوونکی) د پيښور په بورډ کې د ارواښاد قاضي وقاد کور ته د مرکې لپاره ورغلو. هلته استاذ محمد زمان مزمل او ډاکتر محمد انور هم ناست وو. زما د یوې پوښتنې په ځواب کې یې د اعتراف په ډول وویل «اخوانیان د حکومت کولو تجربه نه لري او موږ د یو طرفه جادې په سړک روان یو. دا هغه څه دي چې د جهاد له روحيې او د ولس له تمې سره چندان اړخ نه لګوي» د سندریز هنر د مشهورې څیرې، عبدالله مقري مړینه پخپل ځای داسې تشه ترشا پریښوده چې ډکول به یې کلونه ونیسي.

تیره ورځ د خپل ولس په درد، درمند او په غم یې غمګين نومیالی ژورنالست او څیړونکی، ډاکټر نبي مصداق هم د کرونا قرباني شو. په ۲۰۰۹ میلادي کال کې ما او ارواښاد مصداق د ویرجینیا ایالت په یوې څیړنېزې مؤسسې کې د پښتو د ورځنۍ محاورې لپاره د نصاب د جوړولو په څانګې کې کار کولو. یوځل د مختلفو ژبو د همکارانو ترمنځ د پيژندګلوۍ او د کلتوري مشترکاتو په هکله یو سمینار جوړ شو. بلا خلک را ټول شوي وو، موږ یواځې د غرمنۍ لپاره د نیم ساعت دمه درلوده. سخت زول او شړکنده باران وو، نه مو د لمونځ لپاره وخت درلود نه مناسب ځای. زما دې ګران دوست له لاسه کلک ونیولم او راته یې وویل « کونړی اشنا چرت مه وهه، ځما موټر د بلډنګ د دروازې سره جوخت ولاړ دی، هلته به رب ته سر ښکته کړو. هغه له بنده ګانو سره د نیت په تلې حساب کوي، نه د جاینماز په رنګونو او وريښمینو تارونو».

له لمانځه وروسته یې راته وویل «زه یو وخت د لمانځه او اوداسه ډیر پروا ګیر نه ووم، خو شکر اوس یې پرما قضايي نشته» مخکې له دې چې زه ور څخه د دغه مثبت بدلون او انګیزې پوښتنه وکړم‌، پخپله را ته ګویانه شو « دوه کاله وړاندې مې ځوی یو ویشت کلن شو، ما او میرمن مې تصمیم ونیو چې دا باید کوم ځای ته د چکر لپاره ولیږو. کله چې ماښام کور ته راغی د عمرې ټکټ یې موږ دواړو ته په مخ کې کيښود. پلار جانه دا ځما د خپل لاس ګټلې پيسې دي، غواړم د الله تعالی کور ته لاړ شم. په هماغه شیبه، ما او میرمن مې نیت وکړ چې ځوئ مو په دې ځوانۍ کې له دین سره دومره مینه کوي، موږ باید په دې سپینو ویښتو حیا وکړو او لمونځ نور قضا نه کړو»

بله نادره کیسه یې راته د همدې کمپنۍ په بل کنفرانس کې وکړه، کومه چې ما ته د کیسې په ځای یوه جالبه او مجربه نسخه بریښي. لکه ځموږ د مسلمانو ټولنو په څیر، په لویدیځې نړۍ کې هم د کټاسو او متعصبو خلکو کمې نشته. په دوئ کې ځینې د (محمد) له نوم سره غیر ارادي حساسیت لري او ځموږ د رښتیني رسول (ص) نوم یې په غوږونو ښه نه لګي. ارواښاد مصداق را ته وویل « څو ورځې وړاندې دلته دفتر ته راتلم چې د یوې سپین سرې ښځې موټر په واوره کې بند پاتې وو، زه ورباندې خدايي ور برابر شوم. هغې ته مې وویل ته جیلب ته کښينه زه به موټر ټیله کړم چې د سړک یوې څنډې ته یې کړو. کله چې موټر غاړې ته شو نو د بوډۍ وچولي وغوړید او ویې پوښتلم نوم دې څه دې؟ ما ورته وویل: محمد. ډیره مننه یې را څخه وکړه او زه ترې لاړم. ما په قصدي ډول هغې ته د خپل پيغمبر نوم یاد کړ ترڅو پوهه شي چې د دغه رسول امتیان، مینه ناک او خواخوږي خلک دي. دوئ له لارې څخه د ازغي‌ په لرې کولو او بې وسو ته په لاس ورکولو باندې ثواب ګټي».

دا به د خالق تعالی رضا وه چې په تیرو اوو ورځو کې د پوهې، سولې، سنګر او هنر دغه دنګې منارې یوه په بلې پسې راپریوتې. ولی په لوی لاس باید پرینږدو چې دا باقي پاتې منارې مو رانسکورې شي. کنه نو، د تل لپاره به د ناپوهۍ په تیارو او د ذلت په زولنو کې بندیوان پاتې یو.