د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي محسن داوړ لنډ ژوند ليک؛ د ده او منظور پښتين د ملګرتيا راتلونکی 

زوړه کړه او کورنی ژوند: 
محسن جاويد داوړ د جاويد اقبال زوی دی. د نوموړي بشپړ نوم محسن جاويد داوړ دی خو تر ډېره په محسن دوړ سره پېژندل کيږي. دی د پښتونخوا اړوند شمال وزيرستان، مالک مېر جان، درپاخېل سيمې اصلي اوسېدونکی دی. 

نوموړی يو مخکښ لېکوال دی، چې  افغانستان او پښتونخوا کې د شته پښتنو غږ او ستونزې يې په نړيوالې ژبې انګلېسي او خپلې مورنۍ پښتو ژبې لېکلې او شريکې کړې دي. محسن دوړ د الجزيرې غوندې مشهورې نړيوالې وېب پاڼې کې هم خپلې لېکنې خپروي. دوړ له کالونو په سياست کې هم دننه شوی دی. دی د ۲۰۱۸ز کال د پاکستان د پارلمان ټاکنو ته  په خپلواک ډول نوماند وو او ويې کولی شول چې د پاکستان پارلمان يا قومي اسمبلۍ ته لار پيدا کړي. 

د پاکستان د پارلمان له غړېتوب وراېخوا، محسن د دوړ د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی هم دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ د درېيو مخکښو؛ منظور پښتين، غلي وزير تر څنګ يو  هم دوړ دی. د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ چې په ۲۰۱۷ز کال کې پيل شو؛ د محسن دوړ او علی وزير په څېر د علمي، سياسي او اغېز ناکو څېرو په ورتګ سره دغه غورځنګ لا غښتلی او د منظور پښتين څنګ ور سره دروند شو. 

محسن دوړ د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه غړی دی چې سياست کې یې جرئت د منظور پښتين په پرتله ډېر دی. یا په دې مانا چې نوموړی د پښتون ژغورنې په چوکاټ کې له افغانستان سره خپله مينه او د افغانستان سره خپل تړاو ډېر او په څرګنده وایي. د محسن دوړ داسې په زغرده سياست ښايي ګواښونکی او ستونزې جوړونکی هم اووسي؛ په دې مانا چې د پاکستان حکومت او استخباراتي ادارې په لنډه او اسانه دوړ په دې تورن کولی شي چې دی د پاکستان د ګټو خلاف دی، افغانستان سره نېږدې پالي او يا دا چې، پر نوموړي به د افغانستان د کس ټپه ووهي. 

له افغانستان او پښتنو سره د منظور پښتين پر مينې او د کرښې دواړو خواوو پښتنو  لپاره د ده پر مبارزې هم سترګې نه شي پټېدلی؛ خو دا چې منظور پښتين د محسن دوړ او علي وزیر په پرتله په خپلو خبرو کې او په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه له ډېرو احساساتي مسايلو له يادونې تېريږي، لامل یې دا دی چې نه غواړي د پاکستان د استخباراتو له داسې لومو سره ګير شي، چې اصلي او په لويه کې د پښتون ژغورنې له داعيې  پاتې شي. 

لر او بر پښتنو ته د منظور پښتن او محسن دوړ دواړو سياستونو د ملاتړ او مينې وړ دي. د محسن دوړ له خولې د افغانستان چيغه، لر او بر يو افغان، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان دوه مخۍ بربنډول او ورته نور درېځونه په دې خوندور دي، چې ځوانان را وېښوي او په رېښتنې مانا د لر او بر يو افغان يون پياوړی کوي. بيا د منظور پښتين په زړه کې پټ درد او د ستر پښتون قوم لپاره مبارزه هغه څه دي چې ګټې يې اوږد مهاله د پښتون ولس په برخه دي او همدا ډول د پاکستان حکومت او استخباراتو له هغه احمتالي بريدونه ژغورل کيږي، چې دی د افغانستان په تور او افغانستان سره د څرګندې مينې په جرم به دوی ته خنډونه جوړوي. 

له تېرو څو مياشتو راهيسې د منظور پښتين او محسن دوړ ملګرتيا د پيکه کېدو په ډول ښکاري. د دوی يو شريک حرکت د پاکستان د اسختباراتو په لومو کې غورځيږي او په زندان کې پروت علي وزير يې هم د منځګړېتوب او ناخوالو د حل لپاره نه شي راوتلی. تر اوسه نه شوي دي او نه دې هم خدای داسې کوي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د وېش، بې اتفاقۍ او درزونو خبرې رېښتنې شي، خو د منظور پښتين او محسن دوړ ترمنځ اړيکې او په سترو ناستو کې د دوی نظرونه او خبرې دا ښيي چې د دوی ترمنځ د پښتون قوم د يو او ستر دښمن د نفاق او بيلتون لاسونه دننه شوي دي. 

محسن دوړ څه وخت وړاندې په خپلو خبرو کې ويلي وو، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي بايد د يو سياسي ګوند په چوکاټ کې سره راټول شي او په دې ډول دوی کولی شي چې د پارلماني سياست په ډول خپله مبارزه غښتلې کړي. بيا منظور پښتين دغه دريځ نه خوښي او ټېنګار يې پر دې دی چې پښتون ژغورنه به داسې يو غورځنګ وي چې د سياسي ګوند په چوکاټ کې به د پاکستان حکومت سره ثبت نه وي او د مدني بغاوتونو او لاريونونو په ډول به مبارزه کوي. 

اوس د سختې پرېکړې وخت دی؛ دا شعارونه چې پښتون دې يو شي، د پښتنو د يووالي وخت دی، پښتون په نفاق کې ورکيږي، يا به يو کيږو او يا هم ورکيږو او داسې نور؛ اړتيا لري چې د منظور پښتين او محسن دوړ له خوا په عملي ډول پلي شي. که چېرې دوی په ژور ډول ټولې هغه دسېسې او پلانونه چې د دوی د پاشلو لپاره جوړيږي او په لار اچول شوي دي، ښه په دقت سره مطالعه او پرې پوهه نه شي، نو نه يوازې پايله به يې دا شي چې اوسنی پښتون ژغورنې غورځنګ به سره وپاشل شي، بلکې لسيزې او لسيزې پښتون پښتون ولس دومره شاته کړي، چې نور به دوی هېڅکله پر چا بارو ونه کړي؛ شاته به ورپسې يون نه شي او دا هيله به نور ورکه شي چې ښايي د پښتون ژغورنې په چوکاټ کې؛ د منظور پښتين، محسن دوړ، علي وزير او نورو مخکښو په شتون کې به پښتون وژغورلی شي.