د امازون مشر  جف بزوس د چکر او ساتيري لپاره فضا ته پورته کيږي 

روهي (پنځه نۍ/۲۰ د غبرګولي)، د امازون څو ميلتي شرکت مشر جف بزوس وايي چې دی او ورور يې پلان لري چې د راتلونکې جولای مياشتې په شلمه نېټه فضا ته د چکر او هلته د وضعيت د کتو لپاره فضا ته پورته کيږي. بزوس د امازون شرکت وراېخوا د  Blue په نوم يو فضايي شرکت هم لري چې په ۲۰۰۰ز کال کې يې بنسټ اېښودل شوی. 

د جولای مياشتې په ۲۰ مه نېټه  Blue فضايي شرکت خپله لومړۍ سپوږمکۍ فضا ته استوي، چې د نورې عملې تر څنګ به د امازون شرکت مشر جف بزوس او د هغې ورور هم دوی سره ورسره وي. د نړۍ دغه مشهور ميلياردار وايي چې دی ډير لېواله دی چې فضا ته پورته شي. د نوموړي په وينا دی چې کله پنځه کلن وو نو دا هيله او ارمان يې درلود چې فضا ته لاړ شي او وګوري چې هلته څه دي او څه توپير يې له ځمکي سره دي. 

نوموړي د خپل انسټګرام پر پاڼه لېکلي دي، "له کله چې زه پنځه کلن وم ، ما خلا ته د سفر کولو خوبونه لیدل. د جولای په ۲۰ ، زه به دا سفر له خپل ورور سره وکړم. زما ترټولو ښه ملګري سره لویه جرات."

د امازون شرکت دغه Blue نومي فضايي راکټ تر اوسه فضا ته لس ازمايښتي سفرونه کړي دي خو له ۲۰۱۵ کال راهيسې يې ټول سفرونه له عملو پرته تر سره شوي. په دې لومړۍ توغونه کې د بزوس او د هغې د ورور په شمول شپږ کسان فضا ته په کې ځي. 

دغه توغېدنه له ځمکې سل کيلو متره پورته تر سره کيږي او د يو کس د لګښت بيه يې له دوه سوه زره بيا تر درې سوه زره امريکايي ډالر ښوودل شوې ده.