د افغانستان برېښنا شرکت: يوې مياشتې موده کې ۲۵ پايې په بمونو راڅخه الوځولي

روهي (درې نۍ/۱۸ د غبرګولي)، د افغانستان بریښنا شرکت وايي چې د هېواد په ځينو ولایتونو کې د نېږدې د يوې مياشتې په موده کې د دغه شرکت ۲۵ پايې ويجاړې شوې او په بمونو الوزول شوې دي‌‌. 
 
تازه پرون شپه په سویلي سالنګ کې د برېښنا دوه پايې په بمونو الوځول شوې چې له امله يې د پلازمېنې کابل په شمول د هېواد پر اتو ولايتونو برېښنا پرې شوې ده. 

د افغانستان بریښنا شرکت مسوولینو وايي چې په سالنګونو کې د بریښنا پايو جوړېدنه به په دې بنسټ وخت ونیسي او لګښت به ډېر پرې وشي، چې هلته لارې غرنيزې دي. 
 
پر ټولنيزو رسنيو د خلکو غوښتنه دا ده چې هغه کسان چې د بریښنا پايو د ویجاړېدو په جرم نېول شوي دي، بايد په عام محضر کې سزا ورکړل شي ترڅو نورو کسانو ته عبرت شي.