افغانستان کې د کرونا ويروس بل رېکارډ 

روهي (دوه نۍ/ ۱۷ د غبرګولي)، د افغانستان عامې روغتيا وزارت نن ورځې په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې په تېرې یوې شپې ورځ کې د کرونا ويروس يو زر، پنځه سوه او ۸۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. 

همدا ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ويروس له امله ۵۶ کسان مړه شوي دي. عامې روغتيا وزارت ويلي دي چې په تېرو ۳۴ ساعتونو کې څلور زره ۶۷۱ مشکوک کسان معاينه شوي دي. 

افغانستان کې د کرونا ويروس درېيمه څپه له لومړۍ او دويمې ډېره ګواښونکې او مرګونې ده. د دريمې څپې پر مهال حکومت نيمه قربنطين حالت اعلان کړی دی.