مېز مې د خوبځای کيڼ لوري ته ایښی و، لپټاپ ګرد وهلی و، لږ ګیله من ښکارېده، ځکه پاکوالی یې نه کېده، بېچاره به مې ډېر کاروه، خو ښه ساتنه مې ترې نه کوله، زړه مې تنګ شو؛ غوښتل مې روښانه یې کړم.
د لپټاپ ښيښه هم ګیله منه وه، ځکه په ورځو ورځو ګرد یې احسان مات کړی و، روښانه مې کړ. د ځيرک تیلفون ښیښه مې روښانه شوه، د دفتر ملګري زنګ وواهه، غوښتل یې د روغتیا حال مې واخلي، کور ودانی مې ترې وکړ. یوټيوب ته ننوتم، څو مزاحیه کلیپونه مې وکتل، ذهن مې ارام شو.
له خوني ووتم، یخچال ته ورغلم، دوې کیلې، یوه مڼه او یو بوتل اوبه مې ترې را واخیستې او په بیړي خپلې خونې ته راغلم.
هوا جوړه وه، موسم نخرې کولې، غوښتل مې برېښنالیک پتې ته ورننوځم، همداسې مې وکړل، د کمپيوټر لیکدړې ته مې ګوتې نږدې کړې، برېښنالیک پتې ته په ننوتو مې د ګڼ شمېر ملګرو پاتې کارونه تر سترګو شول، د ملګرو دا کارونه به په پېنډېنګ لېست (انتظار) کې پراته وو، له مخې مې راښکته کړل، دوه ساعته پرله پسې کار مې وکړ؛ دوی ته مې لیکنې سمې او بېرته مې ور واستولې.
یوه شېبه په خواله رسنۍ ور ګډ شوم، سترګې مې په یوه جالبه لیکنه ولږېدې، لا مې دوې کرښې نه وې لوستې چې پوه شم.
- دا لیک خو ما کړی.
همداسې وه، کلونه وړاندې پرې ما خپل خوب حرام کړی و، خو دې ځوان لنډ فکر درلود او په پردۍ لیکنه یې خپل نوم لیکلی و، تبصره مې ورکړه؛ ړنګه یې کړه؛ پېغام مې ور ولېږه، بلاک یې کړم؛ له بل کارن مې وڅارله، ښه وه ړنګه کړې یې وه.
وروستي