د فېسبوک پرېکړه: دوه کاله وروسته به ټرمپ ته اجازه ورکړو چې فېسبوک او انسټګرام استفاده کړي 

روهي (جمعه/۱۴ د غبرګولي)، وروسته له هغې چې د تېرې جنورۍ مياشت کې د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ فېسبوکي پوسټونه جنجالي شول، فېسبوک ادارې د نوموړي حساب ور بند کړ. 

ټرمپ چې پر خپل فېسبوک حساب کې په لسګونه مېلېونه څارونکي درلودل، هغه وخت يې حساب په موقت ډول بند او اوس د فېسبوک ادارې پرېکړه کړې ده، چې دوه کاله وروسته به پخوانی ولسمشر ټرمپ دا حق ولري چې فېسبوک استفاده کړي. 

د فېسبوک ادارې ويلي دي چې هغه ګټه چې ټرمپ له فېسبوک اخېستې وه، د دوی د اصول سره په بشپړ ډول ټکر کوي او همدا ډول د امريکا د ملي ګټو پر وړاندې يې خلک بغاوت ته هڅول. 

د يادونې چې پخواني ولسمشر ټرمپ ويلی وو چې دی به د ټوېټر او فېسبوک په مقابل کې خپله پراخه او وسعي ټولينزه رسنۍ رامنځ ته کړي.