روهي (جمعه/۱۴ د غبرګولي)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن ورځ په کابل کې د حکومت دننه له يو شمېر اختلافونو ويلي او خبرداری يې ورکړی چې د دوام په صورت کې به يې پایلې ناوړه وي.
نوموړي چې نن يې د جنرال داود داود او شاه جهان نوري د مړينې په تلين غونډه کې خبرې کولې، ويلي دي چي ډ حکومت دننه په يو شمېر مسايلو اختلافونه شتون لري او که چیرې دوام وکړي نو شونتیا شته چې شته نظام له سقوط سره مخ کړي.
عبدالله عبدالله که څه په څرګنده د کومې مسالې ذکر نه دی کړی، خو ويلي يې دي چې اوس وخت کې بايد له توپيرونو تير او په ګډه ملي ګټو ته کار وکړو.
نوموړي وړاندې زياته کړې، «سخت اختلافونه شتون لري، د خلکو دې څرګندو سوالونو باید جواب وویل شي او مسایلو ته باید په بنسټيز ډول لاسرسی وشي، تر څو خلک ددې کښتۍ چې د سقوط احتمال یې هم شته؛ تر څنګ ودرېږي او له ډوبېدو یې وساتي.»
عبدالله عبدالله تېره ورځ هم د بدلون پاڅون د وژل شويو کسانو د څلورم کال په تلين غونډه کې د حکومت پر چارو نيوکې کړې وې.
وروستي