۸ صبح ورځپاڼه: ولسمشر غني څو ځلې له سپنې ماڼۍ غوښتي چې امريکا ته ورشي خو غوښتنه يې رد او  شرطونه ورته کېښودل شوي 

روهي (پنځه نۍ/۱۳ د غبرګولي)، هشت صبح ورځپاڼې ليکلي دي چې د تېرې غوايي مياشتې په ۲۶ نېټه يوې دولتي سرچينې دوی ته ويلي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د امريکا سفارت له لارې څو ځلې غوښتنه کړې ده چې امريکا ته سفر وکړي، له ولسمشر جوبايډن او نورو امريکايي چارواکو سره وګوري، خو دا غوښتنه يې رد شوې ده. 

د هشت صبح رسنۍ د مالوماتو اړوند ولسمشر غني د سولې بهير، امريکايي پوځيانو د وتلو او د افغانستان د عمومي وضعيت په اړه له امريکايي چارواکو سره د لېدنې غوښتنه کړې او امريکا ته د سفر يې ويلي دي، خو سپنې ماڼۍ يې له څو ځلي رد وروسته له شرطونه سره دا غوښتنه منلې ده. 

ويل شوي دي چې کابل کې د امريکا سفارت دا غوښتنه د امريکا کانګرس او سپنې ماڼۍ سره شريکه کړې ده او په ځواب کې ويل شوي دي چې ولسمشر غني به له يو پلاوي سره امريکا ته راځي او په يوازې ډول يې دوی کوربتوب نه شي کولی. 

له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتل شوي دي چې په هغه صورت کې امريکا ته د ده سفر شونی دی، چې د قومونو د مشرانو، مدني ټولنو د غړو او ښځو د استازو په شتون کې له يو پلاوي سره امريکا ته راشي. 

دغه ورځپاڼې د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې ولسمشر غني امريکا ته د خپل سفر غوښتنه چې په يوازي ډول له امريکايي چارواکو سره وګوري د امريکا له سپنې ماڼۍ، کانګرس او هلته د فکري خونو بنسټونو سره هم شريکه کړې ده. 

د هشت صبح ورځپاڼې د مالوماتو پر بنسټ د ولسمشر غني په دي سفر کې نوموړي د خپل لومړي مرستيال امرالله صالح او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ملامتيا هم نه وه شامله کړې. 

د دغه مالوماتو په اړه تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ کوم غبرګون نه دی ښوودلی.