قريشي: پاکستان هېڅکله امريکا ته دا اجازه نه ورکوي چې دغه هېواد کې پوځي اډې جوړې کړي

روهي (څلورنۍ/۵ د غبرګولي)، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي هغه راپورونه رد کړي او بې بنسټه يې بللي دي، چې امریکا په پاکستان کې پوځي اډې جوړوي. 
 
قريشي د پاکستان د لومړي وزير عمران خان له خولې ويلي دي چې پاکستان امن دی او نه غواړي چې امریکا ته په خپلې خاورې کې د پوځي اډو د جوړولو يا هم له دغه هېواده د هوايي بريدونو د تر سره کولو اجازه ورکړي. 
 
قريشي دغه څرګندونې تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته کړې دي او همدا ډول يې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ کړکیچ فلسطين په ملاتړ د پاکستان سياست بيان کړي.
 
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي په دې ټېنګار کړی دی چې د لومړي وزير عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت هېڅکله دې سره هوکړه نه لري چې امريکا دلته پوځي اډې جوړې کړي.