سراج او حيات: د هېواد ۱۰۴ ولسواليو کې د حکومت او طالبانو جګړه روانه ده

روهي (درې نۍ/۴ د غبرګولي)، د کورنيو چارو چارسمبال وزير حيات الله حيات او د ملي امنيت عمومي رئيس احمد ضياء سراج نن ورځ د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه د مالوماتو ورکړې په پار مشرانو جرګې ته تللي وو. 

دوی ويلي دي چې د تېر کال په پرتله جګړه اووه سلنه ډېر شوې ده او اوس مهال د حکومت او طالبانو ترمنځ د هېواد په ۱۰۴ ولسواليو کې جګړې روانې دي. 

د کورنيو چارو چارسمبال وزير حيات الله حيات ويلي دي چې پوليس د افغان ملي اردو ترڅنګ دي او په ولايتونو کې د ولسواليو د سقوط مخنېوی کړی. 

له بلې خوا د مشرانو جرګې ځينو غړو د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې ښوودلې دي او ويلي ديی چې په ځينو ولايتونو کې د طالبانو بريدونه د ولايتونو تر مرکزونو رسېدلي دي.