روهي وېب پاڼه (درې نۍ/۴د غبرګولي)، امريکايي او روسي چارواکو ويلي دي چې ټاکل شوې ده چې په نېږدې راتلونکې کې د امریکا متحدو ایالتو ولسمشر جوبایډن او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لېدنه وکړي.
که څه د پوتین او بایډن د لېدنې کره نېټه تر اوسه نه ده ټاکل شوې خو د سپينې او کرملین ماڼۍ چارواکي وايي چې ښايي دواړه ولسمشران په راتلونکي میاشت کې سره وګوري.
د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشیف او د متحدو ايالتو د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سالیوان په دې اړه لیدنه کړې؛ دوی د ولسمشر جوبایډن او ولسمشر پوتین د لېدنې په اړه هوکړه کړي.
دوی ويلي دي چې دغه لېدنه به جينوا کې وشي او همدا ډول به يې وروسته د کره ځای او وخت په اړه مالومات خپاره شي.