د يخ تر ټولو ستره ټوټه؛ ۱۷۵ کيلو متره اوږده او ۲۵ کيلو متره پلنه 

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د غوايي)، انتراکتيکا لويه وچه کې له لوی کنګال شوي غره څخه د يخو يوه لويه ټوټه جدا شوې ده، چې تر ننه نړۍ کې د ترټولو سترې يخ ټوټې رېکارډ يې خپل کړی دی. د يخ دغه ټوټه ۱۷۴ کيلو متره اوږدوالی او ۲۵ کيلو متره پلنوالی لري. 

دغه ټوټه له بېلدو وروسته د ويډېل په نوم سيند ته غورځېدلي او د اوبو پر سر روانه ده. د اروپايي ټولنې فضايي ادارې له فضا د يخو د دغه لويې ټوټې انځورونه رسنيز او خپاره کړي دي. 

د يخو د دغه ټوتې پراخوالی ۴۳۲۰ کيلو متره مربع اندازه شوی دی چې په هسپانيه کې د Majorca په نوم له ټاپوزمې هم لويه ده. اقيلم پېژندونکي د يخو د دغه ټوټې جلا کېدل  د نړيوال اقليم ګرمېدل په ګوته کوي. 

د دوی په وينا چې په نړيوال کچې د اقليم ګرمېدل سبب شوي دي، چې په انترکتيکا لويه وچه کې ځيني برخې اوبه او د يخو لوی غرونه سره ټوټې کړي.