افغانستان: تاوتریخوالی دی سره بند کړي؛ پر فلسطينيانو د اسراییلو بريدونه د زغم وړ نه دي


روهي (نۍ)، د افغانستان بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر په يوې ټيليفوني اړيکې کې د فلسطين بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړې او په وروستيو ورځو کې يي پر فلسطينيانو د اسراییلو بريدونه غندلي دي. 
 
محمد حنيف اتمر خپل فلسطيني سيال ته ويلي دي چې سوله دوسته او اسلامي هېوادونو ته د اسراییلو دا ډول بريدونه د زغم وړ نه دي. 
 
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې دوی په فلسطين کې د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د روان کړکېچ پای ته رسېدل غواړي. 
 
پر فلسطين د اسراییلو بريدونو کې تر اوسه ۱۴۰ فلسطينيان وژل شوي دي چې ۳۹ ماشومان او ۲۲ ښځې هم په کې شاملې دي. همدا ډول د اسراييلو پوليسو او اسراییلو پوځ هوايي بريدونو کې زر کسان ټپيان شوي دي.