محمد محقق: د کابل وروستۍ پېښې غچ اخلو خو په بلې بڼې

روهي (دوه نۍ/۲۰ د غوايي)، په امنيتي او سياسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار محمد محقق د کابل برچي دښتې وروستۍ پېښې په اړه ويلي دي، چې دوی به د دغه پیښې غچ واخلي. 
 
نوموړي پر خپلې فېسبوک لیکلي دي چې دوی به اجازه ورنه کړي چې د ماشومانو وينه يي ځمکې وبهيږي. مونږ د جګړې لپاره چمتو يو. 
 
محقق ويلي دي چې دوی ماشومان نه وژني او هغه څوک چې د دوی ماشومان يي وژلي دي، دوی به ورڅخه د جګړې په ډګر کې بدل واخلي 
 
د کابل وروستۍ پېښه کې له ۵۰ زيات کسان ووژل او تر سلو زيات ټپيان شول. طالبانو هم ياد برید کې لاس لرل رد کرل او تر اوسه کومې بلې ډلې يي مسووليت نه دی منلی.