روهي (دوه نۍ/۱۹ د غوايي)، د ولسي جرګې په نننۍ عمومي ناسته کې د لوګر د خلکو استازي شاپور حسن زي د کابل برچي دښتې سيمه کې د وروستۍ پېښې په اړه خبرې وکړې چې خبرې يي جنګيالي شوې. 
 
حسن زي په څرګنده وويل چې ياد بريد د ایران له خوا شوی دی او ایران دا ډول بريدونه د خپلو اجنټانو پر مټ کوي. شاپور حسن زي دا هم وويل چې د ایران اجنټان دلته په ولسي جرګه کې هم ناست دي. 
 
د شاپور حسن زي دغه خبرو ولسي جرګه کې د هزاره وکيلانو غبرګون راپورته کړ او د رامنځته شوي ګډوډۍ له امله د شاپور حسن زي خبرې غوڅې شوې. 

هزاره وکيلانو تور پور کړ چې د پرديو جاسوسانو او اجنټان نور دي او په وينا يي چې هزاره ګان د افغانستان لپاره د نورو په پرتله ډېرې قربانۍ ورکړې دي.