محسن دوړ: سخته ده چې افغانستان کې سوله راشي

روهي (نۍ/۱۸ د غوايي)، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن دوړ کابل برچي دښتې سيمې کې پر نننيو چاودنو خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو کورنیو ته يې تسليت وړاندې کړی. 

محسن دوړ پر ټوېټر لېکلي دي چې افغانان هره ورځ وژل کیږي او تر هغې افغانستان کې سوله نه راځي ترڅو چې د افغانستان ګاونډيو د ترهګرو له ملاتړ لاس نه وي اخېستی. 
 
نوموړي وړاندي لېکلي دي چې نه يوازې نن بلکې کې هره ورځ په بې رحمۍ سره افغانان وژل کېږي او د نننۍ پېښې ډیرۍ قربانيانې هم د ښوونځۍ نجونې وې. 
 
د کابل برچي دښتې کې د نننۍ چاودنې له امله ۳۰ تنه وژل شوي او تر پنځوسو زيات ټپيان دي. تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی اخېستی او طالبانو هم نننۍ پېښه غندلې ده.