هند کې د کرونا وضعیت څنګه دی؟

روهي (نۍ/۱۸ د غوايي)، هند کې په لومړي ځل په یوه ورځ د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د ۴۱۹۱ کسانو مړینه ثبت شوې ده. له دې مړینې سره د کورونا وبا له پیل راهیسې هند کې په کوویډ-۱۹ د اخته کېدو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۳۰ زرو واوښت.

هند کې د اکسیجن او د روغتونونو بېړنیو څانګو کې د بسترونو کمښت په کوویډ-۱۹ د اخته کسانو د مړینې عمده عوامل بلل کېږي. له تېرو څو ورځو راهیسې دغه هېواد کې هره ورځ د کورونا وېروس له ۴۰۰ زرو ډېرې مثبتې پېښې هم ثبتېږي.

اندېښنه دا ده چې دغه وېروس به د هند کلیوالي سیمو کې چې د ښارونو پرتله کمو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لري، د ډېرو مړینو لامل شي. له بلې خوا د هندوستان په ګاونډ نيپال او پاکستان کې هم د کرونا ويروس درېيمه څپه پيل شوې ده.