
روهي (نۍ/۱۸ د غوايي)، د هېواد په شمال کې د کمانډو ځواکونو د لوا قوماندان صفي الله اميري رسنيو ته ويلي دي چې کمانډو ځواکونو بغلان ولايت ډنډي غوري ولسوالۍ کې د طالبانو محاصره ماته کړې ده.
نوموړي رسنیو ته ویلي دي چې تېره ورځ د امنیتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې دغه محاصره ماته شوې او تازه پوځيان ولسوالۍ ته رسېدلي دي.
له بلې خوا طالبانو د ډنډي غوري د جګړې او محاصرې په اړه څه نه دي ويلي خو د بغلان په نهرين ولسوالۍ يې يې بريد کړی دی.