دافغان سولې  لپاره ډ‌له ییزه دعا

روهي (جمعه/۱۷ د غوايي) د اسلامي نړۍ سفیرانو د افغانستان سولې او ثبات لپاره په ډله ییزه توګه دعا وکړه.

د  ۱۴۰۰ هـ ش  کال د ثور میاشتې په ۱۶ نېټه د ترکمنستان په پلازمېنه عشق آباد کې د اسلامي نړۍ سفیرانو تر روژه ماتي وروسته د افغانستان، سیمې او نړۍ د ثبات او سولې لپاره  ډله ییزه دعا وکړه، د افغانستان سفارت په خپله دې میلمستیا کې سفیرانو ته بلنه ورکړه چې د نړۍ د نورو سفیرانو ترڅنګ په عشق اباد کې د افغانستان سفارت په ملتیا د افغانستان د وضعیت د روښانولو په اړه جوړې شوې ناستې کې ګډون وکړي، له نیکه مرغه د اسلامي نړۍ سفیرانو  دافغان سفارت  بلنه په ورین تندي ومنله او په نهایت اخلاص یې د ډله ییزې دعا په  هغه ناسته کې چې دافغانستان سفارت ترتیب کړې وه ګډون وکړ.

د نوموړي پروګرام په ترڅ کې د افغانستان سفیر ښاغلي خان ولي خان بشرمل په روان کړکیچن وضعیت کې د اسلامي ورورګلوۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه که چیرې د نړۍ مسلمانان په اسلامي نړۍ کې د روانو جګړو او بحرانونو پر وړاندې یو موټی شي نو بې له شکه چې ګردې نړۍ ته به د امن مراندې وغځوي، نوموړي زیاته کړه چې اسلام د سولې او بشري ارزښتونو ساتلو مبین دین دی او اسلامي نړۍ بالخصوص افغانستان دسولې او ثبات په برخه کې نن ورځ تر  بل هر وخت څخه  زیات د اسلامي نړۍ حسن نیت او فعالې همکارۍ ته اړتیا لري.

د اسلامي نړۍ سفیرانو د خپلو هیوادونو په استازیتوب د افغان سفیر دریځ تائید او د خپلې همدردۍ مراتب یې وړاندې کړل.