ناصر بوریطه، د مراکش بهرنيو چارو وزير: ايران زمونږ ځمکنۍ بشپړتيا ګواښي

روهي (جمعه/۱۷ د غوايي)، سعودي رسنيو د مراکش هېواد د بهرنيو چارو وزير ناصر بوریطه له خولې لیکلي دي چې ايران د ياد هېواد ځمکنۍ بشپړتيا او حاکمیت ګواښي.
 
ناصر بوریطه شکایت کړی دی چې ايران هڅه کوي د افريقا شمال لویدیځ او په ځانګړي ډول مراکش بې ثباته او ناامنه کړي. 
 
د نوموړي په وينا ايران له حزب الله ډلې په ملاتړ وسله وال سمبالوي او د یادې سیمې د بې ثباتۍ لټون کې دي او له دې لارې په شمالي او لوېديځې افريقا کې خپل نفوذ پراخه وي. 
 
امريکا او نړيوالې ټولنې له دې وړاندې ايران په سيمه او منځني ختيځ کې په ناامنۍ او پراخه لاس وهنو تورن کړی.