لیود آستن: افغانستان سره د اړيکو نوی پړاو پيلوو

روهي (جمعه/۷ د غوايي)، د امريکا متحدو ايالاتو دفاع وزير لیود آستن وايي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به امريکا افغانستان سره د اړيکو يوی نوی پړاو پرانېزي. 
 
لیود آستن نن ورځ د امريکا پوځ د ګډې قوماندانۍ قوماندان جنرال مارک میلي سره په يوې ګډې خبري غونډې کې ويلي دي چې د ولسمشر جوبایډن په امر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل پيل شوي خو دا په دې معنی نه ده چې مونږ به بيخي افغانستان پرېږدو.
 
د امريکا پوځ د ګډې قوماندانۍ قوماندان جنرال مارک میلي هم ويلي دي چې دوی به د خپلو پوځيانو له وتو وروسته هم افغان حکومت او امنيتي ځواکونو سره خپله همکاري ساتي. 
 
په ورته وخت کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پخواني عمومي قوماندان دیوید پترائوس خپل ليد داسې څرګند کړی دی؛ چې د ناټو او امريکايي ځواکونو په نشتون کې به افغان ځواکونه له چورلکو او نورو پوځي وسايلو د ګټې اخیستنې له ستونزو سره مخ وي او افغان ځواکونه دې برخه ښه روزنه او بلديت نه لري. 
 
که څه هم د امريکايي ځواکونو د وتلو سره په کندهار، هلمند، غزني، فراه او بغلان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی او تلفات لرونکې ده، خو د افغان حکومت لوړپوړي چارواکي وايي چې که بهرني ځواکونه له افغانستان بهر هم شي؛ افغان ځواکونه دا وړتيا لري چې نظام وساتي او له هېواده دفاع وکړي.
 
 ځيني شنونکي بيا په دې اند چې د بهرنیو ځواکونو په نشتون کې به افغان حکومت ته ستونزمنه وي چې د طالبانو پر وړاندې بریالۍ جګړه وکړي.