د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا دوه پايې لمنځه وړل شوي

 
روهي (جمعه/۱۷ د غوايي)، نن سهار د وارداتي برېښنا د ۲۲۰ کیلوولټ دوه پايې د کلکان ولسوالۍ اړوند په میرزاخېلو سیمه کې د ځای پرځای شويو ماینونو د چاودنې له امله لمنځه وړل شوي او دريمه پایه هم لږ تخریب  شوې. 
 
د برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې اوس مهال د وارداتي برېښنا په مسیر کې د کابل په شمول د اړوندو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده. 
 
له سیمې څخه زمونږ د همکارانو د راپور له مخې، په څلورمه پایه کې هم ماین ځای پرځای شوی خو د ملي اردو انجنیرۍ ټیم هڅه کوي تر څو ماین خنثی کړي. 
 
د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکي بشپړ چمتووالی لري څو د کارې زمینې په برابریدو  سره د پایو د نصب او بیا جوړلو چارې بیا پیل کړي.