احمد مسعود: که طالبان سوله ونه کړي مونږ د احمد شاه مسعود پر لار ځو او دويم مقاومت پيلوو 

روهي (څلورنۍ/۱۵ د غوايي)، د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود نن له خپلو پلويانو سره کابل کې ناسته را بللې وه او د غوايي اتمه يا د مجاهدينو د بريا ورځ يې ولمانځله. 

نوموړي په دې ناسته کې ګواښ کړی چې که چېرې طالبان سوله ونه کړي نو دوی به جګړې ته مخه کړي او د خپل پلار لاره، دويم مقاومت به د طالبانو پر وړاندې پيل کړي. 

نوموړي ويلي، "که چېرې د جګړې د ښکېلو خواوو ليد دا وي چې جګړه د حل لاره ده نو مونږ به د پخوانيو مجاهدينو په چوکاټ کې جګړه پيل کړو. زمونږ موخه د يو اسلامي نظام جوړول دي او دې برخه کې تياری نيسو."

احمد مسعود پر حکومت هم نيوکړې او ويلي دي چې مونږ دا اړتيا نه لرو چې کابل کې د خپلو ناستو لپاره له چا اجازه واخلو. 

نوموړي له دې وړاندې د غوايي په اتمه ويلي وو چې حکومت ورته اجازه ورنه کړه چې کابل کې د لويې جرګې په خيمه کې د غوايي اتمه يا د مجاهدينو د بريا ورځ ولمانځي.