د چین لېوالتیا: که اړتيا وی د امريکايي ځواکونو تشه به مونږ ډکه کړو؛ مونږ به افغانستان ته لاړ شو

روهي (درې نۍ/۱۴ د غوايي)، د نړیوالو اړیکو کارپوهان په دې اند دي چې له افغانستان د بهرنیو او امریکايي عسکرو وتل دې ته لار پرانیزي چې د سیمه‌ییزو قوتونو سربېره، یو شمېر نور هېوادونه له افغانستان سره نږدې اړیکو ته زړه ښه کړي.

له دې هېوادونو یو هم چین دی. موده وړاندې د ګڼو لویدیځو رسنیو سربېره، له اسیا خپرېدونکو ورځپاڼو ولیکل، چین زړه ښه کړی چې په افغانستان کې په اقتصادي او نظامي لحاظ خپل حضور زیات کړي.

ازادۍ راډيو د يو شمېر نړيوالو اړيکو شنونکو له خولو لېکلي دي، افغانستان او چین ښه ګاونډیان بلل کېږي او د تاریخ په اوږدو کې یې سره هېڅ ډول شخړه نه ده کړې. 

د دې سره په خوا کې، چین د افغانستان د شخړې په سیاسي حل ټینګار کړی او په ځلونو یې له طالبانو د اوربند او ان د سولې د مذاکراتو د کوربه‌توب غوښتنه کړې.

که څه هم چين اوس مهال په اقتصادي او نورو برخو کې د امريکا سيالي کوي، خو د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان سره د چين د اړيکو د زياتېدو په اړه تر اوسه افغان او د چين حکومتونو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.