نظامونه مه ړنګوئ!

په هېڅ يو مسلمان هېواد کې د نظام کودتايي او ناقانونه بدلون هيڅکله هم مثبتې او ښې پايلې نه دي لرلي، شرعاً هم دا خبره ثابته ده چې د خپل حاکم په ضد خروج کول حرام دي. خروج اصطلاحي لفظ دی، د خپل حاکم په ضد وسله پورته کولو ته وايي.

 علامه عبد الرحمن معلمي رحمه الله په تنکيل کې وايي چې په اسلامي تاريخ کې کله هم د حاکم په ضد خروج شوی دی، نو له دغه خروج او کودتا څخه د مخکې وخت په نسبت لوی شر پيدا شوی دی. همدا ډول خبره حافظ ابن تيميه رحمه الله هم په مجموع الفتاوی کې کړې ده.  او يقينا چې خبره همداسې ده:
داود خان د ظاهر شاه په په ضد خروج او بغاوت وکړ، متغلب شو، حاکميت يې ثابت شو، خو پنځه کاله پس د هغه په ضد هم بغاوت وشو، نتيجه يې تاسو وينئ، ورپسې نورو د خروجونو او بغاوتونو څلوريزې يا شپږيزې ووهلې خو حالات له بدو څخه بدتر شول.

 په شام کې دغه کار وشو، نو عفتونه او ناموسونه تالا او پايمال شول، د کفري دولتونو محتاج او په لکونو دربدره شول.

د‌ ليبيا شتمني او وقار ختم شول ,هېواد يې تقسيم شو, پرديو ته په کې د مداخلې مواقع په لاس ورغلې ، خلک يې مهاجر او د سمندر د کبانو ښکار شول، د کفر په لاس يې خپل دولت له مينځه يوړ اوس يې دغه حال دی!

له تونس څخه زين العابدين تبعيد کړی شو خو د تونس په ديني او دنياوي حالاتو کې هېڅ غوره بدلون رانغی.

هو، د ليبيا مشر ووژل شو، نظام يې نسکور کړی شو خو هغه هدفونه چې د اسلام نعره وهونکو به بيانول هغه حاصل نشول بلکې ليبیا لا پسې خواره او برباده شوه، بې ابرو او بې حيثيته شوه او ځينې وګړي يې د سمندر د  کبانو خوراک شول، ملي وحدت يې پاره پاره شو.

د يمن ولسمشر علي عبد الله صالح له مشرۍ ښکته کړی شو، بالآخر ووژل شو خو يمنيانو خير ونه ليده، ورځ تر بلې د بيمارۍ او خوارځواکۍ کچه په کې لوړېږي او د نورو د ګټو لپاره د جنګ ميدان ګرځېدلی دی.

د عراق حالات ستاسو په وړاندې دي، د عراقيانو حالت د صدام حسين له دور څخه بدتر دی، د سوريايي وګړو حالت هم دردوونکی دی، شل جنګي ډلې په کې شتون لري او شل قسمه خارجي مداخلې په کې روانې دي، د امريکا، روس او نورو ګاونډيانو په ځانګړي ډول د مجوس صفته ايرانيانو مداخلې ډېرې روښانه دي چې د سوريا او عراق بنيادونه يې ولړزول.

هو، د مصر خلک خوش قسمته وو چې د زلزلې له سختو جړقونو سره يې هم خپل وجود او ملي وحدت برقرار وساتلی شو، په دې کې د مصري ولس د هوښيارتيا برخه هم شته او ځينې نور عوامل هم دي. ای خلکو! که يو نظام هر څومره هم فاسد وي او حاکم يې ظالم وي، بيا هم له بې نظامۍ څخه غوره وي، يو وخت راځي چې په همدغه نظام کې غوره بدلون راشي. عمر بن عبد العزيز رحمه الله يې غوره مثال دی.