اسوشېټېډ پرېس: د امريکا د استخباراتو (CIA) مشر په نااعلان شوي سفر کابل ته تللی 

روهي (نۍ/۴ د غوايي)، اسوشيټېډ پرېس آژآنس د يو شمېر معتبرو امريکايي سرچينو د مالوتو پر بنسټ لېکلي دي، چې د امريکا د استخباراتو مرکزي ادارې يا CIA  مشر ویلیام برنز کابل ته په يو نااعلان شوي سفر تللی. 

کابل ته د ویلیام برنز د سفر موخه د امريکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، د افغان ځواکونو د وړتياوې پر سر بحث وو، چې آيا افغان ځواکونه به وکولی شي چې وضعيت وساتي او د تېرو کالونو له لاسه ته راوړنو دفاع وکړي. 

اسوشېټېډ پرېس د يو افغان پخواني استخباراتي چارواکي له خولې لېکلي دي، چې د شپږو هغه پوځي ټولګيو څخه چې د سي ای اې له خوا روزنه ورکړل شوې وه، اوس مهال يې دوه ټولګي افغان حکومت ته سپارل شوي دي. 

دغه رسنۍ لېکلي دي چې د امريکا پوځيانو له خوا روزل شوي د ترهګرۍ پر ضد افغان ځواکونه چې کونړ، کابل، پکتيا، خوست او ننګرهار ولايتونو کې شتون لري، اوس مهال يې مشرۍ افغان حکومت ته سپارلې شوې ده.