د ولسي جرګې مالي کمېسيون د اجمل احمدي لاسليک (بې اعتباره) اعلان کړ 

روهي (درې نۍ/۳۱ د وري)، د ولسي جرګې مالي او بودجي کمېسيون نن ورځ د افغانستان بانک رئيس اجمل احمدي لاسليک بې باوره اعلان کړی. ياد کمېسيون دغه پرېکړه د يو ليک له لارې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته لېږلې.

دغه ليک د ولسي جرګې مالي او بودیجوي کمېسيون رئيس مير افغان صافي لاسليک کړی او لېکلي دي چې د افغانستان بانک د چارسمبال په توګه د اجمل احمدي د دندې پاتې کېدل غير قانوني دي او دوی ته نور اعتبار نه لري. 

دغه ليک کې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت غوښتل شوي دي چې د همدې ليک کاپۍ دې بهرنيو چارو او ماليې وزارتونو؛ نړيوال بانک، د پيسو نړيوال صندوق؛ بهرنيو سفارتونو او نورو ټولو اړوند ادارو ته ولېږل شي، تر څو د نوي رئيس تر ټاکل کېدو پوري د افغانستان بانک سره هېڅ ډول راکړه - ورکړه تر سره نه کړي. 

ليک کې وړاندې اجمل احمدي په غير قانوني کړنو، ولسي جرګې ته د ځواب په نه ورکولو تورن شوی او له حکومت غوښتل شوي دي، چې ژر دې بل کس د افغانستان بانک د رياست لپاره ولسي جرګې ته ور معرفي کړي.