قريشي: عربي اماراتو دوه مېلېارده امريکايي ډالر پور راکړی؛ له شيخ عبدالله مننه چې د بېرته اخېستو نېټه يې يو - څه راته وغځوله

روهي (درې نۍ/۳۱ د وري)، د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي تېره په يو رسمي سفر عربي متحده امارتو ته تللی. نوموړي له خپل سيال شيخ عبدالله بن زاید آل نهیان سره کتلي دي. 

قريشي رسنيو ته ويلي  دي چې دې لېدنه کې د عربي متحده اماراتو بهرنيو چارو وزير پاکستان سره د خپلو همکاريو په ترڅ کې د دوه مېلېارده امريکايي ډالرو پور وخت يو څه نور هم وغځولو. 

پاکستان دغه دوه مېلېارده ډالر پور په تېر ۲۰۲۰ کال کې اخېستی وو، او تېره ورځ، يانې د روانې اپريل مياشتې ۱۹مه نېټه يې د بېرته ورکولو نېټه وو، خو اوس يې وخت يو څه نور هم وغځېد. 

قريشي ويلي دي چې دې لېدنه کې مې شيخ عبدالله بن زاید آل نهیان د هندوستان له خوا کشمير کې د تاوتريخوالي شکايت وکړ او همدا ډول مو د افغانستان د سولې بهير په اړه خبرې وکړې.