د طلوع نیوز خبريالې انيسه شهيد د ۱۷۰۰ نوماندانو له منځ دغه مقام تر لاسه کړی 

روهي (نۍ/۲۸ د وري)، د يو شمېر خبريالانو له خوا د بيان ازادۍ د کور په نوم يو خوځښت رامنځ ته شوی دی او نن ورځ يې په رسمي ډول خپل شتون اعلان کړی. 

دغه بنسټ نن ورځ کابل کې د هېواد يو شمېر خبريالان وستايل چې له منځ يې د طلوع نيوز خبريالې انيسه شهيد ته (د بيان ازادۍ څېره) لقب ورکړل شو او د نوموړې هڅې يې وستايلې. 

د دغه بنسټ مسوولین وايي چې د بيان ازادۍ د کور په نوم له دې ډول يو ارګان څخه د جوړولو موخه يې دا ده چې ترڅو د هېواد د خبريالانو ستونزو ته لاس رسی پيدا شي او چارې يې وستايل شي. 

له دې وراېخوا په افغانستان کې يو شمېر نورې کورنۍ او بهرنۍ ادارې د بيان ازادۍ او ژورنالېستانو څخه د ملاتړ په نوم فعاليت کوي، خو بيا هم افغانستان په نړۍ کې د هغه هېوادونو په نوملړ کې راځي چې خبريالان په کې ګواښل کيږي.