محب: طالبان په څلورو ډلو وېشل شوي دي؛ څلورو واړو سره بايد شوله وشي

روهي (جمعه/۲۷ د وري)،   د هند "ریزینا ډیالوګ" بحث کې نن ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر او د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ګډون درلود. دې بحث کې د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار ويلي چې د طالبانو ټولو خواوو سره بايد سوله وشي. 

محب زياته کړې، "د طالبانو ترمنځ ډلې شته چې هر یوه غواړي قدرت ته ورسېږي. که سوله کېږي له ټولو ډلو سره دې وشي نه یوازې په دوحه کې د ملابرادر له ډلې، یا له ملا یعقوب سره. باید د سولې خبرو لپاره د ملا برادر، ملا یعقوب، حقاني شبکې او هلمند ډلې سره یوځای شي."

خو طالبان بيا دا ردوي چې ګواکي د دوی ترمنځ څو ډلې شتون لري. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد  ازادي راډیو سره خبرو کې د ښاغلي محب خبرې رد کړې او د طالبانو په یووالي یې ټېنګار وکړ.