ناټو: افغانستان ته ورپښې ستونزې پوځي حل نه لري؛ مونږ د مې له لومړۍ نېټې د خپلو پوځيانو وتل پيلوو 

روهي (پنځه نۍ/۲۶ د وري)، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو مهال وېش په اړه د جوبايډن له خبري کنفرانس سره هماله ناټو سازمان هم په افغانستان کې د خپل پوځي ماموريت په اړه پرېکړه اعلان کړې. 

ناټو تېره ورځ خبرپاڼه خپره کړې  او په کې ويل شوي دي، چې د دغه سازمان غړي هېوادونه به د مې مياشتې له لومړۍۍ نېټې له افغانستانه د خپلو پوځيانو د وتلو بهير پيل کړی او په څو مياشتو کې به يې بشپړ کړي. 

د ناټو په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي دي، چې افغانستان ته ورپښې ستونزې پوځي حل نه لري. ناټو خبرداری ورکړی دی چې که چېرې په دې څو مياشتو کې طالبان د دوی پر ځواکونو بريدونه وکړي، نو سخت ځواب به ورکړي. 

له بلې خوا افغان حکومت هم د سپټمبر مياشتې تر ۱۱مې نېټې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پاتې کېدل او له هغې وروسته وتل، چې  د امريکا د حکومت د پرېکړه ده،  هرکلی او ملاتړ کړی دی.