د دغه دوه کلمو (Knowledge او Education) ترمنځ توپير 

ښايي له دغه دوه انګلېسي کلمو سره به ډېر مخ شوي ياست. تر ډېره د انګلېسي ژبې زده کوونکي د دغه دوه کلمې په مترادف ډول کاروي. د بېلګې په ډول وايي چې Education غښتلتيا ده يا دا چې Knowledge قوت دی. په دې لنډه لېکنه کې د دغه دوه کلمو ترمنځ توپير درته په ګوته کوو: 

۱- د اکسفورډ ډېکشنرۍ اړوند Education داسې تعريف شوی دی، a process of teaching, training and learning, especially in schools, colleges or universities, to improve knowledge and develop skills. 

- اکسفورډ ډېکشنرۍ کې بيا Knowledge داسې تعريف کړی،  the information, understanding and skills that you gain through education or experience. 

د دغه دوه کلمو ترمنځ توپير: 
۲- د پوهې د لاس ته راوړنې لپاره ځانګړی ځای مالوم او ټاکل شوی نه دی، بلکې له تجربو او د رېښتني ژوند له حالتو تر لاسه کيږي. 
Knowledge has no boundaries as it is learnt from experiences and real life situations.

- خو بيا زده کړې يا Education له رسمي ادارو له ښوونځي او پوهنتون تر لاسه کيږي. Education can only be gained from a formal institution like a school, college and university.

۳- د پوهې د لاس ته راوړنې لپاره کوم ځانګړي اصول او قوايد نه دي ټاکل شوي.
There are no instructions, rules or limitations to gain knowledge.

- د زده کړو د لاس ته راوړنې لپاره بيا ځانګړي اصول او تعليمي نصابونه شتون لري. There are defined set of rules, regulations and curriculum to acquire education.

۴- د پوهې لاس ته راوړنه وړيا او هر ځای کېدای شي. Knowledge is free to gain from the surroundings and life experiences.

- بيا زده کړې ډېری وخت وړيا نه وي؛ زده کړې له کتابونو زده کيږي او ښوونکي يې تدريسوي.