د انګلستان د ملکې مېړه الېزابت خاوند (فېلېپ) لنډ ژوند ليک 

د انګستان د ملکې الېزابت دويم، خاوند شهزاده فېلېپ، دوک ادینبرو، نن د اپريل په نهمه نېټه د ۹۹ کالونو په عمر وکړ. فېلېپ څوګ وو؟ په دې لېکنه کې لنډ ژون ليک لېکل شوی دی. 

زوکړه او کورنی ژوند: 
فېلېپ په ۱۹۲۱ کال کې زېږدلی وو. دی په يونان کې زږېدلی وو او همدا ډول په اصل يونانی وو. انګستان ته په راتګ سره يې شاهي کورنۍ ته لا پيدا کړه، د انګستان تابيعت يې واخېست او همدا ډول يې د خپل مور نوم (ماونټ باټن) خپل تخلص کړ. 

دی د انګلستان د شاهي کورنۍ غړی او په ۱۹۴۷ کال کې د انګلستان د اوسنی ملکې الېزابت دويمې سره واده وکړ. نوموړی د ځوانۍ پر مهال ښايسته او جذاب وو چې له ډېرو نجونو سره يې اړيکې درلودې او په پايله کې يې د انګلستان له اوسنۍ ملکې سره واده وکړ. د ۱۹۴۶ کال په دوبي کې فېلېپ پاچا ته وویل چې غواړي د هغه له لور سره واده وکړي.

زده کړې: 
نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په فرانسه کې او ورپسې يې نورې زده کړې په انګلستان کې په يو جرمني ښوونځي کې تر لاسه کوي. نوموړی په زده کړو کې ښه او ډېری وخت د خپل ټولګي لومړی نمبر پاتې شوی وو. 

نوموړي د زده کړو وروسته د انګلستان په بحري پوځ کې دنده واخېسته. بحري پوځ کې يې ډېرې دندې تر سره کړې او هغه وخت چې د شهزادګۍ الېزابت پلار ناروغ شوی او ټاکل شوې وه چې الېزابت به ملکه کيږي، نو فېلېپ هم بحري پوځ کې دنده خوشي او له خپلې ميرمنې سره شاهي ماڼۍ ته لاړ. 

د نوموړي په اړه دا هم ويل شوي دي چې دی له دې کبله هم ستایل کېده چې د نړۍ د ځنګلونو د خوندیتوب لپاره یې کار کاوه، او غوښتل یې چې له سمندرونو دې تر اندازې ډېر کبان نه نیول کېږي.

له صنعت سره یې هم لېوالتیا درلوده. فابریکو ته به تللو او یو وخت د صنعتي ټولنې مشر هم و. خو په ۱۹۶۱ کال کې یې د صنعت کارانو یوې ډلې ته سپینه خبره وکړه، او ترېنه یې وغوښتل چې چاپېریال له پامه ونه غورځوي.

نوموړی په ۲۰۱۷ز کال کې له رسمي دندو لاس په سر شو او نن ورځ د ۹۹ کالونو په عمر انګلستان کې ومړ.